د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې یوه ښځه وپېژندل شوه

د شمالي عراق یوه ۲۴ کلنه اوسېدونکې کرد ښځه لومړنۍ هغه ده، چې روانه اونۍ د انګلش چېنل سمندري لارې اوږدو کې د کډوالو ډوب شوې کښتۍ له وژل شویو کسانو له ډلې وپېژندل شوه.
مریم نوري محمد امین د هغو ۲۷ کډوالو له ډلې یوه وه، چې غوښتل یې د سمندر له لارې له فرانسې بریتانیا ته لاړ شي، خو د لارې اوږدو کې یې کښتۍ ډوبه شوه او ووژل شول.
د نوموړې نامزد، چې بریتانیا کې مېشت دی، بي بي سي ته وویل، د کښتۍ توپاني کېدو پر مهال یې ده ته پیغامونه استولي دي. دی وايي، هغې باور درلود چې مرسته به ورته ورسېږي او و به ژغورل شي.
خو د فرانسې شمالي ساحلونو ته نژدې دغې کښتۍ ته مرسته و نه رسېده او مریم نوري له شپږو نورو ښځو، چې یوه یې مېندواره وه، ۱۷ نارینه وو او دریو ماشومانو سره یو ځای سمندر کې ډوب شوه.
دې پېښه کې یو عراقی او یو سومالی سړی ژوندي پاتې شوي.
دا پېښه د انګلش چېنل سمندري تنګي کې د تېرو څو کلونو تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.
د مریم نوري چې د باران په نامه هم یادېده، نامزاد وايي، هغې له یوې خپلوانې ښځې سره یو ځای په ډوبه شوې کښتۍ کې سفر کاوه.
نوموړی زیاتوي مریم د سناپ چټ له لارې ورته ویل، کښتۍ ته اوبه ننوتې او دوی هڅه کوي، اوبه ترې بهر کړي.
نوموړی واي، مریم په وروستي پیغام کې ډاډ ورکاوه، چې مرستندویان به دوی ته ورسېږي او و به یې ژغوري.
د فرانسې له کالې سیمې رپوټونو کې ویل شوي، هغه دوه کسان چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، له روغتونه رخصت شوي او اوس به ترې د کښتۍ سپرلیو د شمېر په هکله پوښتنې، ګروېږنې کېږي.
بل لور د مریم نوري تره هم بي بي سي ته تایید کړه، چې ورېره یې په وژل شویو کسانو کې شامله ده.
نوموړی وايي، دوو کسانو چې له هغې سره یو ځای وو، ورته ویلي چې نوموړې په ډوبه شوې کښتۍ کې سمندر ته وتلې وه.
د جمعې پر شپه د عراق په شمال کې د مریم نوري پلار، خپلوان او دوستان د نوموړې فاتحې مراسمو کې یو ځای شوي وو. دوی وايي، منتظر دي چې د هغې مړی عراق ته ولېږدول شي.









