د فرانسې ساحل ته نژدې ۲۷ کډوال ډوب شوي؛ د هویت مالومولو هڅې یې روانې دي

د یوې خیریه ټولنې په کښتۍ کې د وژل شویو کډوالو مړي کالې سمندرې غاړې ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د یوې خیریه ټولنې په کښتۍ کې د وژل شویو کډوالو مړي کالې سمندرې غاړې ته ولېږدول شول.

د فرانسې ساحل ته نژدې انګلیس کانال کې د کډوالو کښتۍ له ډوبېدو وروسته ۲۷ تنه کډوال وژل شوي، چې پکې ماشومانو او یوه میندواره مېرمن هم شامل دي.

د فرانسوي چارواکو په وینا د دغه هېواد کالې سیمې ته نژدې سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له کبله هغه ۲۷ کډوال مړه شوي، چې غوښتل یې د 'انګلش چېنل ' سمندري تنګي له لارې بریتانیا ته لاړ شي.

ځینې رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ تنه بلل شوی دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت په وینا پېښه کې د وژل شویو کسانو هویت معلومولو هڅې کوي.

چارواکي وايي، پېښه کې پنځه ښځې، یو ماشوم شامل دي او دوه کسان له اوبو ژغورل شوي دي چې روغتون کې یې درملنه کېږي.

تر اوسه د مړو شویو کسانو د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي او دا هم معلومه نه ده، چې ولې دا کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې.

بل لور د بریتانیا او فرانسې لومړي وزیرانو په دې هکله تېره شپه ټیلیفوني خبرې کړې او هوکړه شوې چې، "هره شونې لاره، چاره '' به وکاروي، چې ''د پېښې مسوولو قاچاقبرو ډلو مخنیوی وشي. "

فرانسوي چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې څلور مشکوک قاچاقبر نیولي دي.

Emergency services at Calais harbour

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کالې ساحل ته نژدې مرستندویان په سمندرې کې د ډوب شوې کښتۍ سپرلیو ژغورنې چارو ته استول شوي وو

داسې حال کې چې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، فرانسه باید له غیر قانوني لارې د کډوالو تګ راتګ مخه ونیسي، د فرانسې لومړی وزیر ایمانویل ماکرون وايي، بریتانیا باید د دې مسئالې له سیاسي کولو ډډه وکړي.

بل لور د فرانسې کالې کې د دې پېښې په تړاو احتجاج شوی دی. د بشري حقونو فعالانو په دې کوچنۍ احتجاجي غونډه کې د کډوالو خوندیتوب غوښته وکړه.

د غونډې ګډونوالو د هغو کډوالو په یاد شمعې بلې کړې، چې په انګلش چېنل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د بي بي سي خبریال سایمن جونز په خپل رپوټ کې وايي، د تېرې شپې ناوړه پېښې له رامنخته کېدو سره سره نن جمعه سهار د انګلستان سویل ختیځ ډوور ساحلې سیمې ته دوې نورې داسې کښتۍ راوستل شوې، چې تر ۴۰ پورې کسان پکې ناست وو.