د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو ورته ویلي چې د سرحدي نښتو تر شا کوم ځانګړی هدف نشته

د عکس سرچینه، Irna
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي طالبانو ورته ویلي چې د سرحدي نښتو تر شا کوم ځانګړی هدف نشته. حسین امیر عبداللهیان د ایران دولتي رادیو تلویزیون ته په مرکه کې د هلمند سیند د اوبو پر سر د طالبانو له حکومت سره د ایران د دولت د روانو ناندریو په تړاو ویلي چې استازي یې له طالب چارواکو سره له نږدې په خبرو بوخت دي او ښو پایلو ته رسېدونکي دي.
طالبانو د هلمند د اوبو پر سر د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو د ناندریو له پیل ,وروسته له ایراني چارواکو غوښتي وو چې له پاروونکو څرګندونو دې ډډه وکړي. دوی د هلمند سیند د اوبو پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شته تړون ته بیا بیا ځانونه ژمن بللي.
د هلمند سیند په اوبو کې د ایران پر حق د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو تر منځ له توندو ناندریزو څرګندونو او پر پوله له وروستیو نښتو وروسته داسې ښکاري چې د ایراني چارواکو دریځ بېرته نرمېدونکی دی.
له هغه وروسته چې دوې اونۍ وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تونده لهجه طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د ده خبرې جدي وګڼي، نورو ایراني چارواکو هم نسبتاً تېزې خبرې کړې وې.
پر دې سربېره د شنبې پر ورځ د ایراني پوله ساتو او طالب ځواکونو تر منځ پر پوله نښتې هم رامنځته شوې چې دوه ایراني سرتېري او یو طالب سرتېری پکې ووژل شول.
خو اوس د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د دغه هېواد دولتي رادیو تلوزیون ته ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د وروستیو نښتو تر شا کوم ځانګړی هدف نه و. نوموړي زیاته کړه:
" کله - کله، لکه په دا وروستیو ورځو کې، په ځینو سرحدي سیمو کې ځای ځای نښتې شوې، په افغانستان کې واکمنو چارواکو په ډاګه ویلي چې د دغو نښتو تر شا هېڅ هدف لرونکی پروګرام نشته. موږ د افغانستان شرایط درک کوو".
له دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پولو نښتې لنډې وې او ستونزه حل شوه او دا چې له طالبانو سره يې خبرې شوې.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي وو چې دا نښته لومړی د ایراني لوري لخوا پیل شوې وه خو ایراني چارواکو ویلي چې پیل د طالبانو لخوا شوی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د ځینو نورو ایراني چارواکو په څېر د ایران او طالبانو تر منځ په چلن کې په تلويحي توګه داسې اشاره هم کړې چې ګنې کوم بل لوری به د دوی اړیکې خرابول غواړي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ ګډولې هومره ډېرې دي چې په وینا یې له غلیمانو دا وړتیا اخلي چې له کومې مسئلې ناسمه ګټه وکړي.
د دواړو لوریو د چارواکو تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې رسنیزې شوې چې ایراني چارواکو د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق ورکړې په تړاو توندې څرګندونې وکړې.
خو اوس د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی عبداللهیان وايي، په دې اړه له طالب چارواکو سره په خبرو کې ښو پایلو ته رسېدونکي دي. نوموړي وايي:
"د حق آبې په اړه هم موږ له حقوقي او سیاسي لارو مسئله څارو. ما په دې وروستیو کې له ښاغلي ولسمشر سره سلا مشورې درلودې. د ښاغلي ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی کاظمي قمي چې په ورته مهال په کابل کې د سفارت سرپرست هم دی، په سراسري سیمینار کې و، ویل شوي چې هغه ته ماموریت ورکړل شوی چې زموږ او افغانستان تر منځ شته مسایل له نږدې وڅاري او په سمه توګه حل شي، په دې اړه اقدامات هم شوي او له نیکه مرغه په افغانستان کې واکمنو چارواکو هم له ښاغلي قمي سره ښې خبرې کړې او ښو پایلو ته رسېدونکي یو".
پولې ته څېرمه د ځواکونو ځای پر ځای کېدل
وړمه ورځ داسې رپوټونه هم وو، چې ایران او د طالبانو حکومت دواړو خپل ځواکونه د پولې شاوخوا کې ځای پر ځای کړي دي. د سیمې ځينو اوسېدونکو په وینا سیمه کې وضعیت عادي نه ښکاري او نظامي بڼه یې خپله کړې ده.
بل لور له ایران سره د افغانستان پر ګډه پوله د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته په غبرګون کې د طالبانو دفاع وزارت ویلي و، د ځواکونو خوځښت د معمول له مخې ترسره شوی.
په دا وروستیو کې طالبانو د ایراني چارواکو له توندو څرګندونو وروسته له ایراني چارواکو غوښتي وو چې له لمسوونکو څرګندونو ډډه وکړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د هلمند سیند پر اوبو شته تړون ته ژمن دي، خو دا وروستیو کلونو وچکالۍ يې ایران ته د هغې اندازې اوبو د نه تګ لامل بللی و چې ایراني چارواکي یې غواړي.
تېره اونۍ د طالبانو حکومت سیاسي کمېسیون هم له ایران سره د ښو اړیکو غوښتنه او د حقابې په تړاو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
دغه کمېسیون د طالبانو د چارسمبالي حکومت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د ایراني پوله ساتو او طالب ځواکونو تر منځ په نیمروز کې له نښتې وروسته غونډه کړې وه. دغه کمېسیون په خپله غونډه کې د هلمند پر اوبو د دواړو هېوادونو تر منځ د شته تړون پلي کېدل حللاره بللې وه.









