سیګار: امریکا ته معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت د دوی له ولسي مرستو څومره پیسې ګرځوي

سیګار له هرو درېیو میاشتو وروسته د افغانستان په تړاو رپوټ خپروي چې امنیت یې هم یوه برخه وي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، سیګار له هرو درېیو میاشتو وروسته د افغانستان په تړاو رپوټ خپروي چې امنیت یې هم یوه برخه وي
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وايي، د افغانستان په روان بشري کړکېچ کې د امریکا متحده ایالتونه تر ټولو ډېر مرسته کوونکی دی، خو نه پوهېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د دوی له کېدونکو مرستو څومره عواید تر لاسه کوي.

دغې ادارې پخپل وروستي درې میاشتیني راپور کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د څه باندې دوه میلیاردو ډالرو په اندازه بشري مرسته کړې ده. سیګار همداراز وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د نادولتي موسسو په چارو کې د طالبانو حکومت د لاسوهنې پېښې ډېرې شوې دي.

سیګار اداره چې د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ۱۴۶ اعشاریه ۸۱ میلیاردو ډالرو پانګونې د ارزولو ترڅنګ اوسمهال له افغانستان سره د امریکا کېدونکې بشري مرستې هم اروزي، پخپل تازه راپور کې وايي، امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې تر نورو مخکې دی، خو دا چې ملګري ملتونه او شریکې دارې یې د امریکا متحده ایالتونو، یو اې ای ډي او سیګار ته راپور نه ور کوي، نو ځکه نه پوهېږي چې د ملګرو ملتونو ادارو له لارې له افغانستان سره له کېدونکو مرستو یې طالبان څومره عاید لري.

کابو دوه اونۍ وړاندې د سیګار ادارې مشر د کانګریس د استازې جرګې غړو ته په وینا کې ویلي و، پلټنو یې ښودلې چې طالبان له هغو مرستو پیسې ګرځوي، چې امریکا یې د افغانانو د لاسنیوي لپاره استوي.

جان ساپکو زیاته کړې وه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا له افغانستان سره خپلې نږدې ټولې ولسي مرستې روانې ساتلې، خو په وینا یې، د طالبانو حکومت له دغو مرستو څخه د پیسو د ګرځولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي.

سیګار ادارې پخپل وروستي راپور کې همداراز د ملګرو ملتونو له خولې ویلي، د نادولتي موسسو په فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې پېښې په ډراماتیک ډول ډېرې شوي، چې په تېره ډسمبر میاشت کې یې شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

Keyframe #7
د عکس تشریح، جان ساپکو وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا له افغانستان سره خپلې نږدې ټولې ولسي مرستې روانې ساتلې

راپور مخکې کاږي، د روان زیږدیز کال په لومړۍ میاشت کې د نادولتي موسسو (کاري حریم) ته د لاسرسي ۱۳۳ پېښې ثبتې شوي چې په ترڅ کې یې د نادولتي موسسو یو کارمن ټپي شوی او ۱۵ نور د طالب ځواکونو له لورې زنداني شوي وو.

راپور زیاتوي، په دغه میاشت کې د طالب ځواکونو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي ۴۲ پېښې هم ثبتې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې د سیګار د لاسوهنې د ادعا په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د دې مسلې ترڅنګ دا هم رد کړې وه چې ګویا دوی له نادولتي بنسټونو د مالیې او اداري فيس په نامه عاید تر لاسه کوي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي ته ویلي وو، دوی له نادولتي بنسټونو یوازې د جوازلیک فیس اخلي چې هغه هم لږ او د نورو هېوادونو په څېر دی.