طالبان: تېر کال د اوسپنې پټلۍ ادارې درې میلیارده افغانۍ عاید راټول کړی

د ویډیو تشریح، طالبان: ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۴٫۶ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، روان کال د منځنۍ او سوېلي آسیا د نښلوونکې رېل لارې لومړنۍ مطالعه بشپړېږي. دغه پروژه د پاکستان او اوزبېکستان دولتونو په ګډه همکارۍ پلې کېږي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال په تېر کال کې د دغې ادارې لخوا د شاوخوا درې مېلیارده افغانیو عاید د راټولېدو خبر هم ورکړی، چې د وړم کال پرتله ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ طرحه که یوه پېړۍ وړاندې جوړه شوې وه، خو ایله د افغانستان د جمهوري دولت په وروستۍ یوه لسیزه کې د شاوخوا دوه سوه کیلومتره رېل‌لارې څښتن شوی و چې اوس کارېږي او هر کال يې د عوایدو کچه هم لوړېږي.

اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په روان کال کې د دوو سترو رېل پروژو لومړني پړاوونه پیلوي.

دغې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د هغې رېل لارې د طرحې پلي کولو په لور د لومړنیو ګامونو اخیستل پیل شوي چې منځنۍ آسیا د اوزبېکستان له پولو، د افغانستان له شماله ختیځ لوري ته د پاکستان له لارې وصلوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداري او تخنيکي مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي وویل، د ترانس افغان رېل لارې غځولو لپاره د افغانستان، پاکستان او اوزبېکستان تخنيکي ټيمونو ټول مسیر ارزولی خو په روان کال کې ټاکلې چې د یوې معتبرې کمپنۍ لخوا مطالعه شي او د کال تر پایه دا مطالعه بشپړه شي. هغه وویل، کمپنۍ مشخصه شوې خو زر به نهايي شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د هغه په وینا د خاف – هرات د رېل لارې او نورو کرښو د لا غځولو په څېر پروژو تر څنګ له مزارشریف تر هرات پورې هم د رېل لارې پروژې لومړنۍ ازمویښتي چارې پیلوي چې لګښتونه به يې له کورنیو عوایدو تمویلېږي.

د دغې ادارې عواید د خپلواکې ادارې او خپلواک بودجوي واحد په توګه له ترانسپورت وزارته له جلا کېدو راهیسې په کلني ډول د ډېرېدو په حال کې دي. اوس د طالبانو په واکمنۍ کې هم د دغې ادارې عواید بېرته د جمهوري دولت پر مهال د راټولېدونکي عاید اندازې ته ورنږدې کېدونکي دي.

د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت د تېر کال د فعالیتونو د راپور پر مهال وویل، دغې ادارې په تېر کال کې له شاوخوا څلور نیم مېلیونه ټنه انتقالاتو شاوخوا درې مېلیارده افغانۍ عاید راټول کړی. وړم کال دغه عاید څه باندې دوه نیم مېلیارده افغانۍ ښودل شوی چې ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

اورګاډي

د عکس سرچینه، @afghanrailway

ښاغلی شرافت دا ټینګار هم کوي چې غواړي عواید او دغه راز نورې چارې په ډيجېټلي بڼه وڅاري او په دې اړه يې تېر کال عملي ګامونه اوچت کړي.

که څه هم دا اندازه بیا هم د جمهوري دولت پر مهال د دغې ادارې تر کلني عاید ټيټه ده. د جمهوري دولت له پرځېدو وړاندې کلونو کې دا کلنی عاید ډېر و. د جمهوري دولت له سقوط یو کال وړاندې دغې ادارې د شاوخوا څلور نیم مېلیونه ټنه انتقالاتو له لارې له ۳.۳ مېلیاردو افغانیو ډېر عاید ټول کړی و.

د دغو انتقالاتو ډېره برخه له منځنۍ آسیا، اروپا، روسیې او نورو هېوادونو افغانستان ته شوي واردات او له افغانستانه دغو هېوادونو ته صادرات جوړوي.

د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ میاشت کې د دغې ادارې مشر یما شمس ویلي وو چې د کورونا وبا له محدودیتونو سره سره عواید په لوړېدو وو.

هغه د سپرلۍ د لومړني رېل د پرانیستل کېدو خبر هم ورکړی و چې ټاکل شوې وه له زرو د ډېرو سپرلیو په ظرفیت يې د افغانستان او ایران تر منځ فعالیت پیل کړی وی.