افغان-ایران پټلۍ ژر پرانیستل کېږي؛ اولنی ازمایښتي اورګاډی افغانستان ته ننوتلی

د عکس سرچینه، ARA
د افغانستان هرات کې د پټلۍ چارواکي وايي، د دغه هېواد او ایران ترمنځ پلټۍ ژر پرانیستل کېږي.
دا د افغانستان لوېدیځ کې یوه مهمه پروژه ده او د پرانیستې مراسمو ته یې تیاری روان دی.
هرات کې چارواکو د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده ته ویلي، هرات-خواف پټلۍ څو اونیو کې پرانیستل کېږي.
دا پټلۍ ۱۳۰ کیلومتره اوږده ده او یوه برخه یې د ایران په وړیا مرستو جوړه شوې ده.
د دې پټلۍ پرانیستې سره افغانستان د ایران سوېلي بندرونو او د ایران-ترکیې پټلۍ له لارې له اروپا سره نښلول کېږي.
د دې پروژې د څلورمې برخې کار هم د هرات له روزنک نیولې د هرات ښار سوېل ته تر صنعتي پارک پورې پیلېږي.
لومړی ازمایښتي اورګادی هم د لړم په اومه له ایران افغانستان ته ننوت.
هغه مهال د دواړو هېوادونو د پټلۍ چارواکو د هرات روزنک کې ګډه غونډه درلوده چې د دې پروژې د پرانیستې لپاره تیاری وکړي.

د عکس سرچینه، ARA
د هرات-خواف د پټلۍ پروژه څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.
دریمه برخه یې ۶۲ کیلومتره ده چې له چاه سرخ تر روزنک غځېدلې ده.
دا درې برخې د ایران په وړیا مرسته جوړېږي.
د هرات پټلۍ ادارې د څار مسوول محمد بلال تیموري وايي، د دې پټلۍ لومړیتوب بار وړل دي خو مساپرو ته به هم ځای ور کوي:
"دا مهال د ګمرک او د روزنک تمځیو کې د تېلو په څېر لنډمهالي تاسیسات پام کې نیول شوي، خو اصلي تمځی به د هرات صنعتي ښار کې وي. "
د هرات پټلۍ اداره زیاتوي، نه پوهېږي چې ایران په دریو برخو څومره لګښت کړی دی، خو څلورمه برخه یې چې له روزنک تر هرات صنعتي ښار رسېږي او افغانستان یې جوړوي.
د دې ادارې په خبره، دا برخه ۸۰ کیلومتره اوږده ده او له ۴۰ کیلومتره په ډېره برخه یې له ۵۸ میلیون ډالرو ډېر لګښت کېږي.
افغان چارواکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.
هرات کې د کانونو او صنایعو خونې مشر حمیدالله خادم وايي، دا پروژه افغانستان ته ځکه مهمه ده چې له سمندري ټرانسپورټ وروسته پټلۍ د توکو لېږدولو تر ټولو اسانه لار ده.
د نوموړي په خبره، دا پلان هم شته چې هرات-خواف پټلۍ له ترکمنستان سره ونښلول شي": له اقینه بندر سره ونښلول شي له ازبکستان سره ونښلول شي او موږ افغانستان کې د لېږد لپاره پوره نښلوونکې کرښې ولرو او د سیمې هېوادونو په نښلوونکي مرکز بدل شو، خو اوس دا کوچنی ګام په ښه مرغ نیسو. "

د عکس سرچینه، Herat Gov
هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د دې پروژې پرانیستې ته د تیاري هرکلی کوي، خو زیاتوي لا هم حکومت له پټلۍ سره د خصوصي سکتور د همکارۍ د څرنګوالي په هکله ځانګړی چلنلار نه دی وړاندې کړی.
د دې ادارې مشر یونس قاضي زاده زیاتوي، له دې لارې د توکو لېږدولو اړوند ټولې مسلې باید وړاندې شي: "حکومت باید له مختلفو لارو د توکو د لېږد بیه خصوصي سکتور ته وړاندې کړي چې سوداګر وپوهېږي کومه یوه ورته ارځانه ده. "
نوموړی په دې لار کې بله ننګونه تر هرات ښار د پټلۍ نه غځېدل بولي.
د افغان پټلۍ اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي.








