د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له قامي اسمبلۍ د باور رایه ترلاسه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان قامي اسمبلۍ مشر راجه پروېز اشرف ویلي، لومړي وزیر شهباز شريف په پارلمان کې ۱۸۰ رایو په ګټلو سره بریالی شوی چې د اسمبلۍ د باور رايه ترلاسه کړي.
لومړي وزیر شهباز شريف د باور رایې تر اخېستو وروسته د ولسي جرګې له ټولو غړو مننه وکړه.
بل پلو د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د ټاکنو په تړاو خبرو ته نن هم تیار یوو، خو "حکومت په تېښته دی."
د پاکستان تحريک انصاف ګوند لومړي مرستیال شاه محمود قريشي ويلي، نن مازيګر مذاکراتو ته تيار يوو، خو حکومت د خبرو اترو پر ځای له ټاکنو د وتلو لاره غوره کوي.
په يوه ورځ په هېواد کې د ټاکنو ترسره کولو اړوند قضیې اورېدلو وروسته، نوموړي له سترې محکمې بهر رسنیو ته وویل "که حکومت سنجول شوی ګام اوچتوي، نو مونږ وايو چې نن دې خبرې اترې وشي."
ښاغلي قریشي ویلي "نن مو په محکمه کې وضاحت ورکړی دی." هغه وویل چې د ټاکنو په تړاو د ټکټونو ورکړې مسله مو بشپړه کړې او که نن پریکړه ونشي، نو ټاکنې به د مې په ۱۴ مه نېټه ترسره شي.
د شاه محمود قريشي په وینا د سياسي مشرتابه د ازمېښت وخت دی.
په همدې حال کې د تحریک انصاف ګوند بل مخکښ غړي فواد چوهدري رسنیو ته ویلي، هېڅوک هم تر قانونه لوړ نه دي او ټولټاکنې بايد په ۹۰ ورځو کې وشي.
د هغه په وینا "زه، شاه محمود قریشي او علي ظفر دلته یوو. حکومت باید راشي او خبرې وکړي. که خبرې اترې سنجول شوې ترسره شي نو ډیر وخت به ونه نیسي."
په ټول هېواد کې په یوه ورځ د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنې په تړاو تېره ورځ د محکمې مشر قاضي د شاه محمود قریشي د غوښتنې په تړاو ویلي وو، دا سیاسي معاملې دي او موږ پر "مقدمه خبرې کوو."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ښاغلي قريشي ویلي و، مونږ خبرو ته تيار يوو، حکومت د قانون او عدالت له پرېکړې سرغړونه کړې ده.
مشر قاضي فاروق نائیک دلائل وویل، د شاه محمود قریشي خبرې داسې نه شي عملي کېدای، چې د سنا د مشر نوم وټاکي او سبا هلته ناست وي.
د مشر قاضي په وینا د مذاکراتو پر مهال بايد له صبر او زغمه کار واخیستل شي.
تمه وه چې دواړه لوري به نن سره وګوري. دا مهال د محکمې له خوا کوم حکم نشته، یوازې یو وړاندیز دی، که د ملي ګټو او اساسي قانون د ساتنې لپاره هوکړه ونه شي، نو حالات به همداسې دوام وکړي.










