ګانا د ملاريا نوی واکسين تصويب کړ

د عکس سرچینه، UNIVERSITY OF OXFORD
ګانا لومړنی هېواد شو چې د ملاريا نوي واکسين يې تصويب کړل. جوړونکو يې "نړی بدلوونکي" بولي. دغه واکسين چې ار ۲۱ يا ( R 21) نومېږي د پخوانيو واکسينو پرتله خورا اغېزمن بلل کېږي.
د ګانا د درملو تنظيمونکو د واکسین خونديتوب او اغېزمنتوب په اړه معلومات ارزولي چې لا خپاره شوي نه دي خو د کارولو پرېکړه يې کړې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان هم د واکسين په تصويب کولو غور کوي.
د شمېرو له مخې ملاريا هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۶۲۰ زره کسان وژني چې ډېری يې ماشومان دي.
روغتياپالان دا دا د پېړۍ يوه لويه "ساينسي لاسته راوړنه" بولي چې د انسان بدن د ملاريا له پرازيت څخه ژغوري.
په بورکينا فاسو کې د لومړنيو ازموينو له مخې د ار ۲۱ واکسين دری ډوزه او يو بوسټر تر ۸۰ سلنه پورې اغېزمن دی.
ساينسپوهان د ملاريا نوي واکسين ته د يوه لوی بدلون په سترګه ګوري خو د واکسين پراخ کارول په يوې ازموينې پورې اړه ولري.
دې ازموينه کې پنځه زره ماشومان شامل وو خو لا يې پايلې نه دي خپرې شوې خو په افريقا کې د ځينو دولتي ادارو او ساينسپوهانو سره شرېکې شوې دي.
د ګانا د درملو ادارې چې پايلې او معلومات ليدلې له پنځو مياشتو تر دريو کلونو پورې ماشومانو لپاره د واکسين ورکول تصويب کړي دي.
د روغتیا د نړيوال ادارې په څېر نور افريقايي هېوادونه هم دغه معلومات څېړي.
دغه واکسين د بريتانيا په اکسفورډ پوهنتون کې اختراع شوي دي. د ياد پوهنتون د جينر انسټېټيوټ رئيس اډرين هيل وايي، "هيله لري چې دا واکسين به په راتلونکو کلونو کې د ملاريا له امله رامنځ ته شوې مړينې کچه کمه کړي او په اوږد مهال کې به د ملاريا له منځه وړلو هدف کې مرسته وکړي. "
د هند د سيرم انسټيټوټ چمتووالي نیسي چې په کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ميليونو ډزو واکسين توليد کړي، ټاکل شوې د واکسين جوړولو فابريکه په ګانا کې جوړه شي.
د دغو واکسينو بيه څو ډالره ښودل شوې ده.









