دوه پاکستاني وروڼه له نږدې ۲۰ کاله بند وروسته له ګوانټانامو زندان ازاد شول

Mohammed Ahmed Rabbani

د عکس سرچینه، Reprieve

دوه پاکستاني وروڼه چې له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د امریکا په ګوانټانامو پوځي زندان کې بندي وو، پر کوم جرم له تورنېدو پرته خوشې شوي دي.

عبدل او محمد احمد رباني په ۲۰۰۲ کال پاکستان کې نیول شوي وو.

پنټاګون ویلي و چې عبدالرباني د القاعده شبکې اړوند یو پټنځای چلاوه او ورور یې د دې شبکې مشرانو ته سفرونه او بودیجه برابروله.

دغه وروڼه ادعا کوي چې ګوانټانامو ته تر لېږدېدو وړاندې د سي ای اې افسرانو لخوا ربړول شوي دي.

رپوټونه وايي دواړه اوس بېرته پاکستان ته ګرځول شوي.

ګوانټانانو زندان په ۲۰۰۲ کال د امریکا د وخت ولسمشر 'جورج ډبلیو بوش' لخوا کیوبا کې د امریکا سمندري ځواکونو په پوځي انډه کې پرانیستل شو.

دا زندان د هغو مشکوکو بهرنيو ترهګرو ساتلو لپاره جوړ شوی و چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د نهمې له بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد پیل شوې نړیواله مبارزه کې نیول کېدل.‌

خو دغه کمپ هلته له ساتل کېدونکو بندیانو د څېړنو څرنګوالي له کبله په 'ترهګرۍ ضد جګړه' کې د افراط په یوه بېلګه اوښتی او نیوکګر وايي بندیان پکې ربړول شوي او اوږده موده له محاکمې پرته ساتل شوي دي.

۲۰۰۳ کال دغه زندان کې تر بل هر وخت ډېر (۶۸۰) بندیان ساتل کېدل خو اوس ترې یوازې ۳۲ تنه پاتې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي‌ هیله من دی چې د دغه زندان په تړلو به بریالی شي.

پنټاګون هم یوه اعلامیه کې ویلي "متحد ایالتونه په مسوولانه ډول د بندیانو شمېر کمولو او پایله کې یې بالاخره د ګوانټانامو خلیج تاسیساتو پر تړلو له متمرکزو روانو هڅو سره ملاتړ ته د پاکستان حکومت او نورو شریکانو د لېوالتیا هرکلی کوي."

دغه وروڼه چېرته او څنګه نیول شوي وو؟

Inmates at Guantanamo Bay (file photo)

د عکس سرچینه، US Department of Justice

عبدل او محمد احمد رباني د ۲۰۰۲ کال سپتمبر کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا کراچۍ ښار کې نیول شوي وو.‌

امریکايي لوري ته تر سپارل کېدو وروسته لومړی افغانستان کې د 'سي ای اې' بندخونې او بیا ګوانټانامو ته ولېږدول شول.‌

دې ټولې پروسې شاوخوا دوه کال وخت واخیست.

له دوی احمد رباني په ۲۰۱۳ کال کې د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب لړۍ پیل کړه چې ۷ کاله یې دوام وموند.

هغه په غذايي‌ تکمیلوونکو ژوندی پاتې و چې وخت ناوخت د پایپ په وسیله په زور ورکول کېدل.‌

اوس د ۳-ډي مرکز یوه وکیل 'کلیف سټافورډ سمېت'‌ چې د دغو دواړو وروڼو وکالت یې کاوه، بي بي سي ته ویلي چې د دوی د بندي کېدو خلاف به شکایت وکړي "خو د غرامت چانس یې ډېر کم دی او ان ښايي یوه عادي بښنه هم ترلاسه نه کړي."

د دغو وروڼو خلاصون ۲۰۲۱ کال کې تایید شوي او روښانه نه ده چې ولې تر اوسه هلته پاتې وو.

د احمد رباني‌ ښځه د هغه د نیول کېدو پر مهال مینداوره وه او ۵ میاشتې وروسته یې بیا زوی وزېږېد.

هغه تر اوسه خپل دغه زوی سره نه و لیدلي.‌

ښاغلی سټافورډ سمېت وايي "زه د احمد له زوی جواد سره چې ۲۰ کلن دی او هېڅکله یې خپل پلار لیدلی او لمس کړی نه دی، خبرې کوم. مور یې د احمد د تښتول کېدو پر مهال میندواره وه. څو ځله مې جواد سره کتلي. کاش د دوی د لومړني روغبړ پر مهال هلته وای."

Detainees in orange jumpsuits at the detention camp at Guantanamo Bay, in January 2002.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګوانټانامو زندان

احمد رباني‌ ګوانټانامو کې د بند مودې پر مهال د یوه ښه هنروال په توګه نوم ایستلی دی.

ښاغلي سټافورډ‌ سمیت وايي په می میاشت کراچۍ کې د ده او ۱۲ نورو پاکستاني هنروالو چې له نوموړي یې الهام اخیستی، یو ګډ نندارتون پلان شوی دی.

د Reprieve په نوم د خیریه موسسې رییسې مایا فوا چې تر تېر کاله یې د احمد رباني استازولي کړې، دوه لسیزې بند کې د هغه ساتل یوه "غمیزه" بللې چې "د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال له خپلو بنسټیزو اصولو د امریکا متحدو ایالتونو د څومره لېرې کېدو یوه بېلګه" ده.‌

هغه وايي "دوی له یوې کورنۍ یو زوی، خاوند او پلار وتروړه. دا بې عدالتي هېڅکله نشي سپینېدای. د ترهګرۍ پر وړاندې د ویجاړونکي جګړې له کبله اوښتي زیانونو یوازې هغه مهال په بشپړ ډول رغېدای شي چې ګوانتانامو د تل لپاره وتړل شي."