د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله؛ بشر نورزی د مارک فریرکس بدل کې خوشی شو

عکس

د عکس سرچینه، Taliban / Social Media

د عکس تشریح، بشر نورزی ۱۷ کاله امریکا کې او مارک فریرکس څه باندې دوه کاله افغانستان کې بندي و

د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د دوو بندیانو د تبادلې لړ کې یو مشهور افغان سوداګر او د طالبانو ملاتړی حاجي بشر نورزی، له طالبانو سره د بندي امریکایي وګړي مارک فریرکس بدل کې خوشی شوی دی.

د طالبانو حکومت وايي حاجي بشر نورزی نن دوشنبه سهار مهال د کابل هوايي ډګر کې دوی ته تسلیم شو. رپوټونه وایي چې مارک فریرچز هم همدا نن کابل کې امریکایانو ته سپارل شوی دی.

د طالبانو لخوا خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ښاغلي نورزي ته د کابل نړیوال هوايي ډګر کې تود هرکلی ویل شوی او د دوی بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون ګڼ مشران بدرګې ته ورغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم پر خپله ټوېټر پاڼه د مارک فریرکس خوشی کېدل تائيد کړي او لیکلي یې دي چې فریرکس له دونه نیم کلن بند وروسته کور ته (امریکا ته) ور روان دی.

ښاغلي بلېنکن لیکلي، د مارک فریرکس په خوشی کېدو کې د امریکایي دیپلوماتانو، د ملي امنیت کسانو او قطر کې د امریکا د متحدینو هڅې شاملې وې.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل چې، حاجي بشر نورزی دوی سره د بندي امریکايي وګري مارک فریریچز په بدل کې خوشې شوی دی.

حاجي بشر سوداګر، قومي مشر او د طالبانو بنسټګر او د مخکیني مشر ملا محمد عمر مجاهد ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېده.

د ده په بدل کې خوشی شوی مارک فرېرېکس انجینر دی او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و چې دوه کاله وړاندې کابل کې وتښتول شو.

مارک

د عکس سرچینه، STATIC.REWARDSFORJUSTICE.NET

د عکس تشریح، مارک فریرکس څه باندې دوه کاله وړاندې کابل کې تښتول شوی و

ښاغلي فرېرېکس په يوه لنډه ويډيو کې چې د ده په وينا د ۲۰۲۱ کال د نومبر پر ۲۸ ثبت شوې وه ویلي وو، "زه خپلې ازادۍ ته منتظر يم".

داسې ګومان کېده چې نوموړی د حقاني شبکې لخوا تښتول شوی او ساتل کېده، خو طالبانو له دې وړاندې ویل چې د هېڅ اسیر امریکایي وګړي په اړه مالومات نه لري. ‌

مارک فرېرېکس چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې يې په افغانستان کې له يوه ساختماني شرکت سره کار کاوه، او امریکا یې بیا بیا د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي رسنیو ته ویلي چې د دوی د "مسلسلو هڅو پایله کې" له ۱۷ نیم کاله بند تېرولو وروسته راخوشې شوی دی.

هغه ښاغلی نورزی له پیله "د طالبانو یو کلک او خاص ملګری" وباله او زیاته یې کړه چې له ملا محمد عمر مجاهد رانیولې د دوی تر اوسني مشر ټولو د هغه د راخوشې کېدو هڅه کړې.

ښاغلي متقي وویل د حاجي بشر "خلاصون د امریکا او افغانستان اړیکو کې یو نوی باب ګڼو" او دې وښوده چې ستونزې او مسایل د زور کارولو پر ځای د خبرو له لارې حل کېدای شي.

پخپله حاجي نورزي هم رسنیو ته ویلي چې د ده خوشې کېدل د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستونزو له حل سره مرسته کولی شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

طالبانو قطر کې له امریکا سره د سولې مذاکراتو له مهاله د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوله او ویل کېږي هغه وخت د دوی د قطر دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې تړاو د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره تلیفوني خبرې هم کړې وې.

د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د حاجي بشر نورزي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

نورزی

د عکس سرچینه، SoCial Media

د هغه په اړه ویل کېږي چې په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف له برید را وروسته کلونو کې یې له امریکا سره همکاري کوله خو په ۲۰۰۵ کال دغه هېواد ته د سفر پر مهال ونیول شو.‌

پر حاجي بشر نورزي د طالبانو د ملاتړ او امریکا ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو د قاچاق تور پورې شوی و.‌

نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۹ کال د اپریل پر ۳۰مه نوموړی دغه هېواد ته د نشه يي توکو د قاچاق له کبله په عمري بند سزا محکوم کړ.‌