له ګوانتانامو راخوشی شوی بندي اسدالله هارون کابل ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Taliban Foreign Ministry
د ګوانتانامو زندان خوشی شوی بندي اسدالله هارون ګل له خوشي کېدا وروسته له دوحې نه کابل ته په یوه شخصي جیټ الوتکه کې لېږدول شوی دی.
طالبانو یې کابل کې تود هرکلی کړی او د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي یې هم د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورغلی.
اسدالله هارون چې اوس ۴۱ کن دی په ۲۰۰۷ کال امریکايي ځواکونو نیولی و، نژدې ۱۵ کاله ګوانتانامو زندان کې بندي و.
اوس ګوانتانامو زندان کې د افغانستان یوازې یو بندي ساتل کېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې ددغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې د ښاغلي هارون هرکلي ته قطر ته تللی و، پر ټویټر لیکلي چې د دوی په هڅو او له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل په پایله کې له ګوانتانامو زندان نه د دوو تنو بندیانو له ډلې اسدالله هارون راخوشی شو.
ښاغلی مجاهد وايي چې د دویم یوازېني افغان بندي د خوشي کولو هڅې هم روانې دي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اسدالله هارون له اسلامپالو سخت دریځو سره تړلی او خطرناک کس بللی و.

تېر کال کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته پنټاګون له ګوانتانامو زندان نه د اسدالله هارون په ګډون د دوو بندیانو خوشي کول تایید کړي وو.
په ۲۰۲۰ کال امریکا د هغوی د خوشي کولو پر موضوع له سره غور کول رد کړي وو.
بي بي سي موندلې چې اسدالله هارون ته په زندان کې سخت خپګان او رواني فشار پیدا شوی دی.
په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له رژیم ړنګېدو وروسته د طالبانو او القاعدې شبکې نژدې ۲۲۰ غړي له افغانستان او پاکستان نه تر نیول کېدو وروسته ګوانتانامو زندان ته یووړل شول.
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال یې ډېری بندیان خوشي شول، د طالبانو پنځه مهم بندیان له امریکايي پوځي سره، چې د طالبانو لاس کې و، تبادله شول، خو د اسدالله هارون ګل په ګډون د دوو افغان بندیانو برخلیک تر دا څو ورځو مخکې پورې لا روښانه نه و.
د اسدالله هارون مدافع وکیل او د ریپریو بنسټګر او امریکايي حقوقپوه کلیف سټیفورډ سمېت بي بي سي ته ویلي وو، د دوی موندنې په ډاګه کوي چې موکل یې بې ګنا دی.

هغه په ۲۰۲۰ کال ویلي وو "د یوه امریکايي په توګه باید له افغانانو بښنه وغواړم چې هېوادوال یې له محاکمې پرته په زندان کې ساتل کېږي."
هغه د جمعې په ورځ په ټویټر لیکلي وو "زما موکل اسدالله هارون ګل تاز له ۱۵ کلونو بند وروسته له کوم تور یا محاکمې پرته د ګوانتانامو له زندان خوشی شوی. اسد بالاخره خوشی شو او اوس له خپلې کورنۍ سره چې کلونه یې په تمه وه، له سره ژوند پیلولی شي".
ښاغلي سمېت دا هم ویلي وو چې ګوانتانامو کې یې د اسدالله لپاره د وکیل موندلو په موخه ۹۰۰ لیکونه لیکلي او استولي دي چې بالاخره یو لیک دغه حقوقي مرکز ته رسېدلی دی".








