امریکا له ګوانتانامو یو افغان زنداني خوشی کوي

اسدالله ګل هارون د بې ګناهۍ په هکله ۹۰۰ لیکونه لیکلي وو.
د عکس تشریح، اسدالله ګل هارون د خپلې بې ګناهۍ په هکله ۹۰۰ لیکونه لیکلي وو.

د امريکا دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه دوه نور زندانيان خوشي کوي چې يو یې افغان دى. ۴۰ کلن اسدالله هارون ګل له ٢٠٠٧ م کال راهيسې په ګوانتانامو کې بندي و.

دوه زره لومړي م کال کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا وروسته شا وخوا دوه سوه او شل تنه افغانان له افغانستان او پاکستان ګوانتانامو ته لېږدول شوي وو، او تر دې وروستيو پورې د اسدالله هارون ګل په ګډون د دوو تنو برخليک لا څرګند نه و.

د ګوانتانامو دوره يي ارزونې اسناد ښيي چې د اسدالله هارون ګل چې په هارون الافغاني مشهور دی، تر څنګ به د یمن اوسېدونکی سنادي سلام الکاظمي هم له زندانه خوشی شي.

امریکايي پوځیانو اسدالله هارون ګل د اسلامي سخت دریځو وسله والو قومندان باله او په لومړي سر کې یې د 'ترهګرۍ خطرناک مشکوک کس ' په نامه معرفي کاوه.

د امریکا له لوري د نوموړي پر قضیه د تجدید نظر پلاوي تېر کال د نوموړي خوشي کولو موضوع رد کړې وه.

د اسدالله هارون ګل کورنۍ پېښور ته نژدې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي.
د عکس تشریح، د اسدالله هارون ګل کورنۍ پېښور ته نژدې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي.

خو د هغه خوشي کېدو په امر کې اوس ویل شوي چې نوموړي په سخت دریځو ډلو کې د مشرتوب رول نه درلود او پر خپلو مخکینیو فعالیتونو پښېمان دی.

پروسږ کال د بي بي سي یوه رپوټ کې معلومه شوه چې اسدالله هارون ګل په زندان کې د ژور خفګان پر ناروغۍ اخته شوی.

بي بي سي ته معلومه شوه، چې نوموړي د مدافع وکیل موندلو، د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو او خوشي کېدو په موخه کورنۍ ته ۹۰۰ لیکونه استولي وو.

د ۵۱ کلن سنادي سلام الکاظمي په هکله ویل کېږي چې د القاعده شبکې د موسس اسامه بن لادن ټیټ رتبه ساتونکو له ډلې یو و، چې له ۱۷ کلونو راهیسې په ګوانتامو بې کې زندانی دی.

نوموړی ۲۰۰۲ کال کې دبۍ کې له نیول کېدو یو کال وروسته امریکایانو ته سپارل شوی و.

د امریکا څارګرې ادارې 'سي ای اې ' چارواکو په افغانستان کې له نوموړي پوښتنې ګرویزنې وکړې او وروسته یې ګوانتانامو ته ولېږداوه.