ګوانتانامو کې بندي افغان اسدالله هارون خوشی او طالبانو ته وسپارل شو

د عکس سرچینه، Zabihullah Mujahid/twitter
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسدالله هارون په نامه یو افغان په کیوبا کې د امریکا له ګوانتانامو بې زندانه خوشی شوی دی. د یادونې ده چې۴۰ کلن اسدالله هارون ګل چې په هارون الافغاني مشهور دی له ٢٠٠٧ م کال راهيسې په ګوانتانامو کې بندي و.
ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ښاغلی هارون په ګوانتانامو زندان کې له پاتې دوو زندانیانو یو دی، چې له خوشي کېدو وروسته دوی ته سپارل شوی او له کورنۍ سره یو ځايي کېږي.
ذبیح الله مجاهد په دې لړ کې د قطر چارواکو مننه کړې، چې د ده په وینا ''اسانتیاوې '' چمتو کړې او په وینا یې دوی په بهر کې د ټولو بندي افغانانو خوشي کېدو لپاره ' 'هلې ځلې کوي. ' '
۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا وروسته شا وخوا ۲۲۰ تنه افغانان له افغانستان او پاکستانه ګوانتانامو بې زندان ته لېږدول شوي وو، او د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي پورې د اسدالله هارون ګل په ګډون ، د دوو تنو برخليک لا څرګند نه و.

د عکس سرچینه، Zabihullah Mujahid/twitter
امریکايي پوځیانو اسدالله هارون ګل د اسلامي سخت دریځو وسله والو قومندان باله او په لومړي سر کې یې د ' ترهګرۍ خطرناک مشکوک کس ' په نامه معرفي کاوه.
د امریکا له لوري د نوموړي پر قضیه د تجدید نظر پلاوي وړم کال د نوموړي خوشي کولو موضوع رد کړې وه.
خو د تېر کال اکتوبر کې د هغه خوشي کېدو په امر کې وویل شول چې نوموړي په سخت دریځو ډلو کې د مشرتوب رول نه درلود او پر خپلو مخکینیو فعالیتونو پښېمان دی.





