د نړۍ تر ټولو زوړ سپی, د یوې پېړۍ پخوانی ریکارډ مات کړ

د عکس سرچینه، GUINNESS WORLD RECORDS
یوه ۳۰ کلن پرتګالي سپي د نړۍ د تر ټولو زوړ سپي په توګه د ګېنس په کتاب کې نوی ریکارډ جوړ کړ.
دا ریکارډ تېره یوه پېړۍ کې بل سپي نه وو مات کړی
یاد سپی بابي نومېږي د Rafeiro do Alentejo له نسله دی چې دا یو اصیل نسل ګڼل کېږي.
دا نسل سپي په معمول ډول له ۱۲ تر ۱۴ کلونو ژوند کوي.
دوه اونۍ مخکې د واوا نژاد سپی چې اسپایک نومېږي ۲۳ کلنۍ ته په رسیدو یې نړۍ کې تر ټول د زاړه ژوندي سپي ریکارډ جوړ کړ چې په نړیواله کچه اعلان شو.
له دې مخکې د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکي سپي ریکارډ په لړ کې د بلیو په نوم سپی هم و چې په ۱۹۳۹ کال کې د ۲۹ کلونو او پنځو میاشتو په عمر مړ شو دا سپی استرالیایی و.
د روانې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه بابي د ۳۰ کلونو او ۲۶۶ ورځو شو.
د بابي عمر د پرتګال حکومت د څارویو ثبت شویو معلومات پر بنسټ تائید کړی او دا معلومات د حیواني ډاکټرانو د ملي ټولنې لخوا د ګینس کتاب سره سم په مخ وړل کېږي.
بابي خپل ټول ژوند د یاد هېواد لوېديځ ساحل ته څېرمه په يوه کلي کې له يوې پرتګالۍ کورنۍ سره تېر کړی دی.
د بابي څېښتن لیونل کاستا وايي، له اته کلنۍ راهیسې دا سپی ورسره دی.
نوموړی وايي، مور او پلار یې هڅه کړې وه چې بابي او نور کونګري (د سپي بچیان) ووژني ځکه په کور کې نور حیوانات زیات و خو بابي هغه مهال ورنه تېښتیدلی و.
بابي په ۲۰۱۸ کال کې یو ځل بې هوښه شوی و چط له امله یې روغتون کې بستري شو ښاغلی کاستا وايي، بابي له سرخوږي پرته ژوند څخه ډېر خوند اخلي او باوري دی چې د اوږد عمر راز یې هم په ارامه چاپیریال کې ژوند کول دي.









