د جو بایډن سپي له سپینې ماڼۍ وایستل شول

سپي

د عکس سرچینه، @DrBiden

د امریکا د ولسمشر جو بایډن دوه ساتلي سپي تر هغې وروسته له سپینې ماڼۍ ایستل شوي چې د رپوټونو له مخې یې د مېجر په نوم یوه سپي یو امنیتي کارمن وداړه.

امریکایۍ رسنۍ وايي د بایډن سپي د دېلاور ویلمنګټن ښار کې د هغه خپل کور ته استول شوي دي.

ویل شوي د سپینې ماڼۍ له کارکوونکو سره د مېجر چلن چې درې کلن دی او د بایډن کورنۍ له ۲۰۱۸ کال راهیسې ساتلی، له غوسې ډک و.

دا د بې سرپناه ژویو له پالنځي لومړنی راوتلی سپی و چې سپېنې ماڼۍ ته رسېدلی و.

د بایډن بل سپی چې ۱۳ کلن دی، چمپ نومېږي.

ځینو سرچینو چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، سي این این تلویزیوني شبکې ته ویلي چې مېجر د سپینې ماڼۍ کارکوونکو او امنیت ساتونکو ته غپل، ټوپونه یې وروهل او له غوسې ډک چلن یې کاوه.

دغه دواړه سپي د جو بایډن د ولسمشرۍ پر څلورمه ورځ سپېنې مانۍ ته لېږدول شوي وو.

د هغه مېرمن جېل بایډن تېره میاشت کېلي کلارک خپرونې ته ویلي وو چې له نوي چاپېریال سره د سپیو د بلدېدو هڅه کوي. نوموړي ویلي وو:

"باید لفټ وکاروي، مخکې ورسره عادت نه وو، دغه راز اړ دي سویلي چمن ته داسې حال کې ووځي چې ډېر خلک یې ننداره کوي. له همدې کبله مې تلوسه ده، چې هر څه سم او ارام په مخ ولاړ شي."

د امریکا د ولسمشر سپي په ډسمبر کې له لومړۍ مېرمنې سره د عامه خدماتو په یوه اعلان کې راڅرګند شول چې خلک یې پکې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماسک کارولو ته هڅولي و.

يوکي د ولسمشر جانسن د خوښې وړ سپی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، يوکي د ولسمشر جانسن د خوښې وړ سپی و

سپینه ماڼۍ د کورنیو ژویو اوږده مخینه لري او په تېره یوه پېړۍ کې ډونلډ ترمپ لومړنی ولسمشر و چې سپی یې نه درلود.

هغه په ۲۰۱۹ کال د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته ویلي و د سپېنې ماڼۍ چمن کې په قدم وهلو سره به ورته ځان یو څه غیر حقیقي ښکاره شي او دغه کار ته ګواکې وخت هم نه لري.

که څه هم مخکیني ولسمشر لېنډن بي جانسن هم د یوکي په نوم یو ژغورل شوی دوه نسله سپی درلود، خو مېجر لومړنی هغه دی چې له پالنځي راوتلی او سپنې ماڼۍ کې اوسي.

د ولسمشرۍ ژویو موزیم د ویبپاڼې له مخې چې سپینه ماڼۍ کې د اوسېدلو پالل شویو ژویو مالومات هم خپروي، یوکي د ولسمشر لور لوسي د ۱۹۶۶ کال د شکرانې پر ورځ د ټکزاس د تېلو په یوه پمپ سټیشن کې موندلی و.