واورین توپان نژدې ۲۰۰ میلیونه امریکایان اغېزمن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې یو سخت واورین توپان له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي. د جمعې پر ورځ د امریکا لر او بر کې نژدې یو نیم میلیون کسان له برېښنا بې برخې شول او زرګونه الوتنې وځنډول شوې یا لغوه شوې دي.
دې واورین د امریکا له ټکساس ایالته تر قیوبیک سیمې پورې نژدې ۳۲۰۰ کیلومتره پراخه ساحه لاندې کړې ده. د امریکا تر څنګ په کاناډا کې هم سلګونه زره خلک له همدې کبله له برېښنا بې برخې شوي دي. د دې هېواد له برټس کولمبیا نیولې تر نیوفونډلنډ پورې سیمو کې خورا سخته یخني ده او د ژمني توپان خبردرای خپور شوی دی.
د امریکا په مونتانا ایالت په ځینو سیمو کې د هوا تودوخې درجه تر صفر ان ۴۵ درجې ټیټه شوې او د ټاون اف هیل په نامه ټول ښارګوټی کنګل شوی دی. د توپان له کبله په بېلا بېلو سیمو کې د ګاډو ټکر پېښو رپوټونه هم ورکړل شوي دي او په ځینو سیمو کې بیا د واورو پاکولو ماشینونو کموالي له کبله د تګ، راتګ لویو لارو تړل کېدو رپوټونه هم شته.

د فلائټ ایوور نومی وېبپاڼې د رپوټ له مخې چې د الوتکو تګ راتګ څاري د امریکا په لر او بر کې د جمعې پر ورځ نژدط ۵۶۰۰ الوتنې لغو شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د کال وروستیو ورځو او کرسمس رخصتیو په مناسبت ډېری امریکایان په دې ورځو کې خپلو پلرنیو سیمو ته سفرونه کوي.
د امریکا برېښنا شرکت یو ایس پاور اوټاج مسوولین بیا وايي، د جمعې تر ورځې پورې د دوی یو میلیون مشتریان له برېښنا بې برخې شوي وو. د این ډبلیو ایس نومي خبري شبکې رپوټ ښيي په بېلا بېلو سیمو کې ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې د سختې یخې هوا ګڼ شمېر لسیزې پخواني ریکارډونه یا مات شي او یا نوي جوړ شي.






