د اروپايي پارلمان مرستیاله مشره له خلیجي هېواده د بډو اخیستو په تور نیول شوې

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY
- Author, ایلسا مایشمن
- دنده, بي بي سي
د اروپايي پارلمان مرستیاله مشره ایوا کایلي له یوه خلیجي هېواده د بډو اخیستو د تور له کبله د څېړنو او پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوې ده.
د بلجیم څارنوال فکر کوي- بډې ورکوونکي [خلیجي] هېواد چې نوم یې نه دی اخیستل شوی- پر اروپايي پارلمان د پیسو او ډالیو له لارې د اغېز لرلو هڅه کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس وايي په اروپايي پارلمان کې څلور نور کسان هم په ورته تور نیول شوي دي.
نیول شوې کایلي په اروپايي پارلمان کې له ۱۴ قانون جوړوونکو ده.
د اروپايي پارلمان کمونیستانو او دیموکراتانو ډلو کې د اغلې کایلي غړیتوب ځنډول شوی او د یونان کمونیستي حرکت ګوند نه هم لیرې شوې ده.
'د اروپايي پارلمان یو پخوانی غړی له خلیجي هېواده د رشوت اخیستو په تړاو نیول شوی'
د اروپايي پارلمان یو مخکینی غړی په هغو څلورو کسانو کې شامل دی، چې له یوه خلیجي هېواده د بډو، رشوتونو اخیستو په یوه مشکوکه قضیه کې نیول شوي دي.
بلجیم پولیسو دې لړ کې پلټنې کړې او د بروکسل له ۱۶ بېلا بېلو ځایونو یې ۶۰۰ زره نغدې یورو (۶۳۲ زره ډالر) نیولي دي.
پولیسو د هغه هېواد نوم نه دی یاد کړی، چې د بډو ورکولو شکونه پرې کېږي، خو د ځايي رسنیو په ناتائید شویو رپوټونو کې د قطر نوم یاد شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې لړ کې ویل کېږي چې د پارلمان ځینو سلاکارانو سره د اړیکو هڅه شوې. د بلجیم فدرالي څارنوالۍ یوه ویندوی په خبره څارنوالان شکونه لري چې له څو میاشتو راهیسې د خلیج یو هېواد د اروپايي پارلمان پر سیاسي او اقتصادي پرېکړو د اغېز هڅه کوي.
په دې هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''داسې هغې درېیمې ډلې کسانو ته د پریمانه پیسو او یا ډالیو ورکولو له لارې شوي چې په پارلمان کې دننه مهم سیاسي یا ستراتیژیک حیثیت لري. ''
دې لړ کې د جنایتکارۍ، فساد او پیسو سپینولو په هکله پراخې پلټنې کېږي. د بلجیم کناک او لي سویر خبري شبکو د ''باخبره سرچینو '' له قوله دې لړ کې د قطر نوم اخیستی، خو بي بي سي دا رپوټونه نه دي تائید کړي.
د قطر حکومت هم سملاسي په دې هکله نظر څرګندولو ته غبرګون نه دی څرګند کړی.









