برتانیا رسماً له اروپايي ټولنې ووتله
نن جنوري (۳۱ مه) برتانيا رسماً له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته له اروپايي ټولنې ووتله. د برتانيا د اساسي قانون د تېرې نېمې پېړۍ د دغه تر ټولو لوى بدلون ملا تړي او مخالفين په بېلا بېلو مراسمو کې دغه شېبه لمانځي.
له ځايي وخت سره سم به ماخوستن ۱۱ بجې برتانيا له اروپايي ټولنې ووتله او دغه وخت وو چې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له ادارو د برتانیا بېرغ کوز شو، په دغه ټولنه کې د خپل هېواد پاتې کېدو ملاتړي برتانويان د پارلمان ودانۍ ته څېرمه راټول شوي وو.
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن پر خلکو د یووالي غږ وکړ او له اروپايي ټولنې وتل یې د برتانیا په تاریخ کې د نوي باب پرانیستلو یو ګام وباله.
په سکاټلنډ کې چې ډېرو خلکو پکې له اروپايي ټولنې سره د پاتې کېدو رايه ورکړې وه، دا شېبه د شمو په رڼولو او خواشينۍ تېره شوه.
د ١٩٧٣ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه برتانيا اروپايي ټولنې ته ورگډه شوه، چې هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه بلله، خو اوس چې ترې وځي دغه ټولنه په بشپړه توگه بدله شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپايي ټولنه په نړۍ کې اوس ځانته نوى رول غواړي.
د خلکو ازادانه تګ راتګ په ګډون به د اروپايي ټولنې ټول قوانین د دسمبر میاشتې تر پایه پلي کېږي، چې برتانیا حکومت هیله لري، له اروپايي ټولنې سره به یوې مستقلې ازادې سوداګریزې هوکړې ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP
د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د لندن پخوانی ښاروال بورېس جانسن د ۲۰۱۹ کال جولای میاشتې پر ۲۳مه نېټه رسماً د برتانیا لومړی وزیر شو.
نوموړی له هغه یوه ورځ مخکې د واکمن محافظه کار ګوند مشر ټاکل شوی و او له هغه سملاسي وروسته یې ژمنه وکړه چې له اروپايي ټولنې به د برتانیا وتلو ته زمینه برابره کړي.
د بریګزیټ مهمې پېښې
جون ۲۰۱۶: ټولپوښتنه کې برتانونیانو پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې وځي.
نومبر ۲۰۱۸: د برتانیا وتلو او له اروپايي ټولنې سره د راتلونکي پر اړیکو تګلارې مسودې هوکړه وشوه.
دسمبر ۲۰۱۸: ټرېسا مې د اروپايي ټولنې ته د نور ډاډ ورکولو لپاره لومړی (مانا لرونکې رایې اچونه) وځنډوله.
جنوري ۱۵: د برتانیا پارلمان ولسي جرګې بریګزیټ هوکړه په ۲۳۹ رایو رد کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۳ مارچ: پارلمان غړو دویم ځل بریګزیټ هوکړه په ۱۴۹ رایو سره رد کړه.
۲۲ مارچ: اروپايي ټولنې د مارچ له ۲۹ وروسته پورې د بریګزیټ ځنډولو پرېکړه وکړه، خو تر یوې اوونۍ پورې د برتانیا له لوري د هوکړې نه کېدو له کبله یې د اپریل تر ۱۲ پورې وځنډوله.
۲۹ مارچ: پارلمان غړو له ۵۸ منفي رایو سره بريګزیټ هوکړه رد کړه.
۲ اپریل: برتانوۍ لومړۍ وزیرې وویل، له اروپايي ټولنې به د لنډې مودې لپاره (موقت ځنډ) وغواړي.
۱۱ اپریل: د اروپايي ټولنې شورا مشر ډونلډ ټوسک وویل، برتانیا او اروپايي ټولنې د اکتوبر تر ۳۱ پورې د بریګزیټ پر ( د غځېدو وړ) ځنډولو هوکړه کړې.
له مارګریټ تاچر، جان مېجر او ډېوډ کامیرون وروسته تېرېزا مې د محافظه کار ګوند څلورمه برتانوۍ لومړۍ وزیره وه چې له اروپايي ټولنې سره د خپل هېواد اړیکو موضوع پر سر له صحنې ووته.












