رسماً له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل

د ویډیو تشریح، رسماً له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل

برتانيا ٤٧ کاله د اروپايي ټولنې غړې وه. د ١٩٧٣ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه برتانيا اروپايي ټولنې ته ورگډه شوه، هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه بلله. خو اوس چې ترې وځي دغه ټولنه په بشپړه توگه بدله شوې ده. اروپايي ټولنه په نړۍ کې اوس ځانته نوى رول غواړي، دلته د برتانيا او اروپايي ټولنې تېر ته کتنه کوو