جرمني کې د ښوونځي یوه زدکوونکې د چړې برید کې وژل شوې

Police at the scene.

د عکس سرچینه، Reuters

د جرمني سوېل کې د ښوونځي پر دوو زدکوونکو نجونو، چې ښوونځي ته پلي روانې وې د چړې ګوزارونه شوي چې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ مړه شوې او بله ۱۳ کلنه سخته ټپي شوې ده.

پولیس وايي، مشکوک تن د دوشنبې په ګهیځ په ایلیرکیرچبرګ سیمه کې د کډوالو له پناځای څخه راوتلی او پر دغو زدکوونکو یې برید کړی.

نجلۍ په روغتون کې مړه شوې ده.

د جرمني پولیسو یو ۲۷ کلن سړی نیولی چې وايي د ایرتېریا پنا غوښتونکی دی.

مامورانو د برید سیمې ته څېرمه ودانۍ تلاشي کړې دي او له مشکوک سړي سره یې چړه موندلې ده چې غالباً په برید کې یې کارولې ده.‌

دوه نور سړي هم نیول شوي.

مشکوک تن روغتون کې د پولیسو تر څار لاندې دی او د ټپونو درملنه یې کېږي.

د پولیسو ویاند ولفګنګ جرګینز خبریالانو ته ویلي "له دې پې‍ښې سره د هر ډول تړاو ورکول لا هم ناڅرګند دي".

سیمه ییزې رسنۍ وايي، د ۱۳ کلنې ټپي شوې نجلۍ د ټپونو درملنه روانه ده، خو ټپونه یې اندېښمنوونکي نه دي.‌

ایلیرکیرچبرګ یوه کوچنۍ مېنه ده چې د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې تر ۵۰۰۰ لږ وګړي پکې اوسېدل.

د سیمې ښاروال مارکس هېسلر ویلي، په سیمه کې ټول خلک حیران شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر ویلي "خطرناکو خبرونو" بوږنولې ده.

هغې پر ټویټر (په جرمني ژبه) لیکلي "زه پر وژل شوې نجلۍ ویرجنه یم او ټپي شوې نجلۍ ته روغتیا غواړم... پولیسو په جدیت سره ټول ابعاد څېړلي دي".