د مسکو یوه کلیسا کې د چړې برید شوی

په وروستیو کلونو کې روسیه کې پر واټونو د چړو بریدونه ډېر شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کې روسیه کې پر واټونو د چړو بریدونه ډېر شوي دي

د روسیې د کورنیو چارو وزات وايي، د پلازمېنې مسکو یوه کلیسا کې دوه کسان په چړو وهل شوي دي. پولیسو له برید سره د تړاو په تور یو مشکوک کس نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، تر اوسه د برید انګیزه نه ده مالومه شوې.

په وروستیو کلونو کې روسیه کې پر واټونو د چړو بریدونه ډېر شوي دي.

د ځینو دغو بریدونو مسوولیت "اسلامي دولت" نومې داعش ډلې منلی، خو روسي چارواکو په خپلو څېړنو کې په رسمي توګه یاد بریدونه له ترهګرۍ سره نه دي غوټه کړي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي "پولیسو یو ۲۶ کلن ځوان د مسکو سوېل کې په هغه کلیسا کې نیولی چې دا برید پکې شوی دی."

سیمه ییز "رن ټي وي" تلوېزیون ویلي، مشکوک کس کلیسا ته د عبادت پرمهال ننوتلی دی، خو د پولیسو تر ورتګ مخکې هلته عبادت کوونکو نیولی دی.

د کلیسا یوه پادري کیریل سلادکوف ویلي، بریدګر "عینکې او ربړي لاسموغان لرل، ماسک یې اچولی و او د برید پرمهال یې غوږیو کې موسیقي اورېده."

رن ټي وي د یاد پادري له خولې ویلي: "د هغه خواته ورغلو چې په آرامۍ یې وباسو. ‌په دې شېبه کې یې له جیبه چړه راوویستله او زما همکار یې پرې وواهه. وروسته، زما ټولو مرستیالانو د هغه د نیولو هڅه وکړه، زما دوه نور ملګري یې ووهل."