ملګري ملتونه: له۵۰ میلیونه ډېر کسان د 'عصري غلامانو' په توګه کار کوي

د عکس سرچینه، PA
- Author, محمد زاهد
- دنده, بي بي سي
ملګرو ملتونو خبرداری ور کړی، چې په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر له ۵۰ میلیونو اوښتی، چې د عصري مرییانو یاغلامانو په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي.
دغه سازمان ویلي، د اتو اجباري کارکوونکو له ډلې یو یې ماشوم دی، چې د دغو ماشومانو له نیمايي زیات یې د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې له خطر سره مخامخ دي.
ددغه سازمان په وینا، په اوسني وخت کې د غلامانو په توګه د کارول کېدونکو خلکو په ډله کې ډېری یې ښځې او نجونې دي.
افغانستان په نړۍ کې د عصري غلامانو لرونکو هېوادونو په ډله کې پنځم ځای لري. د کارګرانو نړیوال سازمان یا 'ای ایل او ' وايي، په تېرو پنځو کلونو کې جبري کارونه او جبري ودونه خورا زیات شوي دي.
د دغه سازمان په وینا له ۲۰۱۶ کال راهیسې پنځه میلیونه نوي کسان د عصري مرییتوب په ځنځیرونو تړل شوي دي.
په اسلام اباد کې د ښځو حقونو فعاله شاد بېګم وايي، ګڼ شمېر ښځې او نجونو له اوږدې مودې راهیسې د عصري مرییتوب په لومو کې ګېرې دي او حیرانونکې دا ده چې ډېر خلک جبري یا د کم عمرۍ ودونه له بنسټیزو انساني حقونو سرغړوونه نه بولي.
نوموړې داسې بېلګې هم یادوي چې ځینو خلکو په ټولټاکنو کې ښځو ته د رایې کارولو اجازه نه ورکوله. دا وايي: ''اوس هم په ځینو سیمو کې ان سیاسي ګوندونه داسې هوکړې لاسلیکوي چې په ټولټاکنو کې ښځو ته د رایې ورکولو اجازه نه ورکوي، ځکه د دوی په اند دا د دود، دستور خلاف خبره ده. حال دا چې د پاکستان اساسي قانون د نارینه وو په څېر ښځو ته هم د خپلې رایې کارولو حق ورکړی دی. ''
دغه راز مافیايي ډلې که یو لور ته د پناه غوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخوي، نو بل پلو یې د پورونو په جال کې ایساروي او امریکا، اروپا او د منځني ختیځ هېوادونو ته یې له رسولو وروسته له هغو کسانو بې مزده جبري کار اخلي چې پیسې نه شي ورکولای.
داسې رپوټونه هم شته، چې دغه ډول ډلې ځینې ښځې جنسي کاروبار ته اړباسي. افغانستان او پاکستان داسې هېوادونه بلل کېږي چې د ښځو شمېر پکې د ټولټال نفوس له نیمايي ډېر دی، خو د زدکړو او روغتیا په ګډون ورسره د ژوند په بېلا بېلو برخو کې توپیري چلن کېږي.
د کارګرانو نړیوال سازمان پر حکومتونو، غیر دولتي موسسو او سوداګریزو ادارو غږ کړی دی چې د جبري کار مخنیوي قوانینو ته له سره کتنه وکړي او سملاسي یې عملي کړي.









