د اسټرالیا له سیډني ژوبڼه پنځه زمريان تښتېدلي

Lions pictured at Taronga Zoo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سږ کال اګسټ کې د دغو زمریانو یو اخیستل شوی انځور
    • Author, ټیفني ټرنبل
    • دنده, بي بي سي نیوز، سیډني

د اسټرالیا د ژوبڼ له محوطې د پنځو زمریانو تر تېښتې وروسته د لنډ وخت لپاره بېړنی حالت رامنځ ته شوی.

د چارشنبې په ورځ په ځايي وخت شپږ بجې او ۳۰ دقیقې د سیډني تارونجا ژوبڼ بهر یو غټ زمری او څلور بچیان یې لیدل شوي دي.

یوه ویاند ویلي، د ژوبڼ دروازې تړل شوې، د زمري یو بچی بې هوښه کړل شوی او څو دقیقو کې ټول زمریان هم په خوندي ډول نېول شوي دي. په دغه پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د دوی د تېښتې لامل لا نه دی روښانه شوی.

د ژوبڼ اجرائیوي مشر سیمون ډفي دا یوه "مهمه پېښه" بللې ده چې باید په اړه یې څېړنه وشي.

ده سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، زمریان یوې ورڅېرمه کوچنۍ سیمې ته - چې له ژوبڼ نژدې ۱۰۰ متره لیرې ده، ننوتلي او د شپې اصلي ژوبڼ تړل شوی و.

دی وايي "له دې ځایه یا تارونجا ژوبڼ نه زمریان مخکې نه وو وتلي".

ډفي زیاتوي، تر دې کوچنۍ خوندي سیمې شپږ فوټه لوړ اغزن تارونه راتاو شوي چې خلک ور نژدې نه شي او تر ټول ژوبڼ هم اغزن تارونه راچاپېر شوي دي.

د ژوبڼ ادارې ویلي د څار کامرو کې ښکاري چې یوه ساتونکي د تېښتې په لسو دقیقو کې د خبرداري زنګ کړنګولی دی.

د ډفي په وینا، کارمنانو هلته ټول خلک یوه خوندي ځای ته لېږدولي. څلور زمریان بېرته په ارامه د ساتل کېدو ځای ته ستانه کړل شوي دي.

ډفي وايي، د زمریانو د نندارې ځای به د تفتیش تر عملیاتو پای ته رسېدو پورې او تر هغو چې سل په سلو کې د خونديتوب ډاډ یې ترلاسه شوی نه وي بند وي.

د اسټرالیا له ژوبڼونو د حیواناتو د تېښتې پېښې کمسارې دي.

په ۲۰۰۹ کال،‌ د سیډني سوېل کې له موګو ژوبڼ نه یوه زمرۍ تښتېدلې وه او خلکو ته د خطر پېښولو له کبله په ډزو وژل کېدو ته اړایستل شوه.