پاکستان ته وړل کېدونکي زمریان کابل ژوبڼ ته وړل شوي

زمری

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا لا معلومه نه ده چې یاد زمریان له کومه ځایه افغانستان ته راوړل شوي وو او د قاچاق په تور یې هم لا څوک نیول شوي نه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د قاچاقېدونکو زمریانو له ډلې یې څلور زمریان پلازمېنې ته راوړي او د کابل ژوبڼ ته سپارل شوي دي.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوه نور زمریان به هم د کابل ژوبڼ ته وسپارل شي.

د سرحدي پولیسو قومندان نعمت الله حیدري ویلي، قاچاق کوونکو یاد سپین زمریان په مهارت په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او پاکستان ته یې قاچاق کول.

یاد زمریان له رنګه سپین دي.

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، یاد زمریان له رنګه سپین دي.
په پام کې وه دغه سپین زمریان پاکستان ته قاچاق شي

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، په پام کې وه دغه سپین زمریان پاکستان ته قاچاق شي

د هغه په خبره، سرحدي پولیسو یاد زمریان د وري/حمل په نهمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په (نوي کلي) سیمه کې نیولي دي.

دا لا معلومه نه ده چې یاد زمریان له کومه ځایه افغانستان ته راوړل شوي وو او د قاچاق په تور یې هم لا څوک نیول شوي نه دي.

یاد زمریان له رنګه سپین دي.

د افغان چارواکو په خبره په افغانستان کې د زمریانو نسل په ورک کېدو دی.

یوازې له تاجکستان سره پر پوله یو شمېر زمریان لیدل شوي دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ۱۳۸ هغو ژویو نوملړ چمتو کړی چې د ورک کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

زمرۍ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغان چارواکو په خبره په افغانستان کې د زمریانو نسل په ورک کېدو دی.