د روسیې بریدونو له کبله اوکرایین کې د برېښنا پرچاوۍ وختونه زیات شوي

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې تور پورې کړی چې اوکرایین یې د کرایمیا په بندري سېواستوپول ښار کې د تورې بحیرې سمندري ځواک پر مرکزونو د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو "پراخ" برید کړی.
روسي چارواکي وايي په دغه برید کې، نهه فضايي او اووه سمندري ډرونونه ښکېل وو.
ویل کېږي په دغه برید کې د روسې لږترلږه یوه جنګي بېړۍ زیانمنه شوې ده.
اوکرایین تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
سېواستوپول لپاره د روسیې لخوا ګومارل شوی والي میخایل رازوژایف ویلي، د روسیې سمندري ځواک دا برید شنډ کړی دی.
روسي رسنیو د ښاغلي رازوژایف له خولې لیکلي چې دا تېره فبرورۍ پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې د اوکراییني ډرونونو تر ټولو "پراخ" برید وو.
هغه زیاته کړې چې دغه برید کې ټول ښکېل فضايي ډرونونه رانسکور شوي او ملکي تاسیساتو ته پکې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي په برید کې یوازې یوې جنګي بېړۍ ته یو څه زیان اوښتی. سېواستوپول د کرایمیا ټاپو وزمې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال تر نیولو وروسته په خپلې خاورې پورې تړلې، تر ټولو ستر ښار دی.
د روسیې بریدونو له کبله په اوکرایین کې د برېښنا نشتوالی زیات شوی

د عکس سرچینه، EPA
اوکراییني چارواکو د پلازمېنې کیېف اوسېدونکو ته ویلي، پر انرژۍ تاسیساتو د روسیې بریدونو له کبله یې ښايي د برېښنا پرچاوۍ وختونه لا زیات شي.
چارواکي وايي، د پلازمېنې اوسېدونکي ښايي هره ورځ تر څلورو ساعتونو پورې له برېښنا محروم شي. همدا اوس د پلازمېنې تر څنګ په دینپرو او ځینو نورو سیمو کې هم د برېښنا پرچاوۍ معمول دی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي وايي، د روسیې هوايي او توغندیزو بریدونو له کبله نژدې څلور میلیونه خلک اغېزمن شوي، خو په وینا یې ''دا بریدونه به موږ مات نه کړي. ''
د یادونې ده، چې روسیې روانه میاشت د توغندیو او ایراني ډرون لسګونه بریدونه کړي دي. د دې بریدونو په ترڅ کې د انرژۍ ګڼ شمېر تاسیسات په نښه شوي او د ولسمشر زېلېنسکي په وینا د هېواد یو - درېیمه برخه برېښناکوټونه ویجاړ شوي دي.
له همدې کبله د کیېف سیمې ۳۰ سلنه برېښنا له لاسه ورکړې او د انرژۍ شخصي شرکت ډي ټي اي کې مسوولینو په وینا مانا یې دا ده چې د برېښنا ''بې ساري '' پرچاوۍ ته به اړتیا وي. د دې شرکت مشر دیمترو سخاروک په دې هکله وايي: ''له بده مرغه محدودیتونه زیات دي، له هغه خورا زیات چې مخکې وو. ''
د برېښنا لږوالي له کبله به د واټونو پر سر څراغونه، هغه ښاري ټرانسپورټ چې د برېښنا پر مټ چلېږي او دغه راز د خلکو مېشت ځایونه ډېر اغېزمن شي.

د عکس سرچینه، EPA
د اروپايي ټولنې په ګډون د کیېف متحدینو په لوی لاس د ملکي تاسیساتو په نښه کول غندلي دي. کیېف بیا دا یو جنګي جنایت بولي. د روسیې توغندیزو او ډرون بریدونو له کبله د اوکرایین دویم ښار خارکایېف کې هم ډېر زیان اوښتی او دغه راز ژیتومیر، پولتاوا او چیرینهیف ښارونو کې هم د هوايي بریدونو له کبله انرژۍ او نورو تاسیساتو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
روسیې د اکتوبر پر نهمه د کیرچ نومي پله په اوږدو کې د یوې چاودنې له کبله د غچ اخیستنې په توګه د اوکرایین پر برېښناکوټونو او نورو ملکي تاسیساتو بریدونه ډېر کړي دي. دا پل روسیه او کریمیا سیمه سره نښلوي چې روسیې په خپله خاوره پورې ضمیمه کړې ده.









