یوه ښځه بهر کې د وزن کمولو جراحي عملیات وروسته په خپله پرېکړه پښېمانه ده

Emma in hospital

د عکس سرچینه، Emma

د عکس تشریح، ایما هغه ښځه ده چې ترکیه کې یې د وزن کمولو جراحي عملیات کړي

یوه بریتانوۍ ښځه چې بهر کې یې د وزن کمولو جراحي عملیات کړي وايی په خپله پرېکړه پښېمانه ده.

۳۴ کلنه ایما چې پنځه میاشتې یې روغتون کې تېرې کړي وايي:"دا مې د ژوند تر ټولو بده تجربه وه."

ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې مېرمن ایما یوه له هغو کسانو ده چې د ارزان بیه جراحۍ لپاره له هېواده بهر ځي او له "لویو ګواښونو او جانبي عوارضو" سره بېرته کور ته راستنېږي.

د وېلز دولت ویلي چې روغتیايي خدمتونه یې د اړتیا پر مهال ټولو خلکو ته بېړني خدمتونه چمتو کوي او روغتیا ته یې پاملرنه کوي.

ایما چې دلته یې په غوښتنه کورنی نوم نه شو یادولی ویلي اپرېل میاشت کې د وزن کمولو جراحۍ عملیاتو لپاره استانبول ته تللې وه چې اوس په خپله دغه پرېکړه سخته پښېمانه ده.

د درېیو اولادونو دغه مور وايي فکر یې نه کوو چې داسې یو څه به ورپېښېږي خو له عملیات یوه اوونۍ وروسته یې ښه احساس نه کاوه او په سخته یې ساه اخیسته.

نوموړې د جدي مراقبتونو څانګې ته لاړه او هغوی تشخیص کړه چې په معده کې یې د سوري له امله سږو او دیافراګم کې اوبه راپیدا شوي.

هغه وخت پرې ډاکټران نه و پوه شوي چې د دغو اوبو سرچینه په معده کې رامن‍‍‍ځته شوې کوچنی سوری دی. پیپونه یې پکې تېر کړي و چې په مرسته یې دغه اوبه ترې وباسي.

روغتون کې له ډېرې مودې پاتې کېدو وروسته ډاکټران بلاخره په سپتمبر میاشت کې معدې کې پیدا شوی سوری تشخیص کړ او د اوبو سرچینه یې وموندله.

Emma's stomach with drains to get rid of excess fluid

د عکس سرچینه، Emma

ایما په ټوله کې ۱۵ اوونۍ روغتون کې تېرې کړې، او د اپرېل میاشت راهیسې یې د خپل اصلي جراحي عملیاتو وروسته دوه عملیاتونه کړي دي.

ایما وايي:" زه سینه بغل هم وم، او بیا مې په معده کې د رامنځته شوي سوري له امله سږو او دیافراګم کې اوبه پیدا شوې او ژوند یې راته سم دوزخ کړ."

هغه زیاتوي:" ترکیه کې روغتون راسره اړیکه کې و زما پوښتنه یې کوله خو څه چې تېر شول هېڅکله یې په اړه فکر نه شم کولی، ډېر ډاروونکي وو."

نوموړې د خپل جراحي عملیاتو د پرېکړې په اړه وايي:" زه په دغه پرېکړه واقعا پښېمانه یم، اوس وایم کاش چې دا کار مې نه وای کړی، نږدې و چې مړه شم. اوس مې هم دا فکر چې زما اولادونه به بې موره شوي وای ځوروي."

جراح ډاکټر اندریو بیمیش چې د وېلز موریستون سوانسي روغتون کې د چاغۍ د جراحۍ ډاکټر دی وایی "د اندېښنې وړ شمېر ناروغان له لویو او ګواښوونکو جانبي عوارضو سره بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي."

دغه روغتون ویلز کې د جراحۍ عملیاتو یوازینی مرکز دی چې په شخص‍ی ډول یې لګښت له ۱۲۰۰۰ لوړ دی خو په نورو هېوادونو کې ښایی دا عملیات په ۳۰۰۰ پاونډه وشي.

ښايي همدا لامل وي چې ولز کې زیات شمېر خلک د جراحۍ عملیاتو لپاره له هېواده بهر تګ ته زړه ښه کوي.