د ښي اړخو مشره جیورجیا مېلوني د ایټالیا لومړۍ وزیره شوه

A handout photo shows Italian President Sergio Mattarella welcoming Italian designated Prime Minister Giorgia Meloni (R) at Quirinale in Rome, Italy, 21 October 2022

د عکس سرچینه، Quirinale

د عکس تشریح، اغلې مېلوني د جمعې په ورځ د ایټالیا له ولسمشر سره خبرو کې ویلي وو، چې حکومت به یې د اړتیا پوره کوونکی او ځواب ویونکی وي.

د ایټالیا سخت‌دریځه ښي اړخي (ایټالیا وروڼه) ګوند مشرې جیورجیا مېلوني بالاخره ومنله چې د دې هېواد لومړۍ وزیره شي.

وړاندې د ایټالیا ولسمشر سرجیو مټرېلا د له اغلې مېلوني غوښتي وو چې د لومړۍ وزیرې مقام ومني.

دا ددغه هېواد تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام ته رسېږي.

اغلې مېلوني له ولسمشر سره لیدنه کې د خپلې کابینې د غړو نومونه اعلان کړل.

وړاندې، د ایټالیا د سخت دریځو مشرې او ملګرو یې له ولسمشر سره یوه غونډه کې ویلي وو، چمتو ده چې ژر به د خپل حکومت تشکیل اعلان کړي.

د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلسکوني هم د اغلې مېلوني په مشرۍ د سیاسي ټلوالې غړیتوب لري او په دې خبرو کې یې حضور درلود.

اغلې مېلوني اوس په دې لټه کې ده چې د ایټالیا لوېدیځ ملګري‌ ډاډمن کړي چې په راتلو به یې هېڅ نه بدلېږي.

(L-R) Antonio Tajani, Licia Ronzulli, Antonio De Poli, Former premier and leader of the Forza Italia (FI) party Silvio Berlusconi, Alessandro Cattaneo, President of the Brothers of Italy party (Fratelli d'Italia), (FdI) Giorgia Meloni, Francesco Lollobrigida, Italian Lega party leader Matteo Salvini, Massimiliano Romeo, Maurizio Lupi and Riccardo Molinari

د عکس سرچینه، ETTORE FERRARI/EPA-EFE

په پام کې ده چې د (ایټالیا وروڼه) ګوند د شنبې په ورځ د خپلې ښځینه مشرې په مشرتابه کې لومړنۍ غونډه جوړه او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دغه مقام ته د یوې ښځې تر رسېدو وروسته له خپلې کابینې سره د لوړې مراسم هم ترسره کړي.

اغلې مېلوني د جمعې په ورځ د ایټالیا له ولسمشر سره خبرو کې ویلي وو، چې حکومت به یې د اړتیا پوره کوونکی او ځواب ویونکی وي.

د اغلې مېلوني د کابینې له ۴۴ وزیرانو یوازې شپږ یې ښځې دي. د کورنۍ او زیږون اړوندو چارو وزیره یوجنیا روچلا هم پکې ده.

Brothers of Italy leader Giorgia Meloni speaks to the media as she stands next to Forza Italia leader and former Prime Minister Silvio Berlusconi, following a meeting with Italian President Sergio Mattarella at the Quirinale Palace in Rome, Italy October 21, 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلسکوني هم د اغلې مېلوني په مشرۍ د سیاسي ټلوالې غړیتوب لري او په دې خبرو کې یې حضور درلود.