د ايټاليا لومړي وزير له يوې اوونۍ سیاسي ناکراريو وروسته استعفا وکړه

Mario Draghi waves goodbye in parliament

د عکس سرچینه، Reuters

ماريو دراګي یونیم کال مخکې د ایټالیا د ملي یووالي حکومت د مشر په توګه غوره شوی و خو اوس یي چي د ځینو ګوندونو ملاتړ له لاسه ورکړ، له دندې لاس په سر شو.

ښاغلي دراګي ولسمشر سرجیو ماتاریلا ته ویلي، دریو ګوندونو د باور رایې له ورکولو تېره شپه ډډه کړې او له همدې کبله یې استعفا کړې ده.

ولسمشر له هغه وغوښتل چې د سرپرست مشر په توګه پاتې شي او ښايي ټاکنې ژر را روان منی ترسره شي.

ماريو دراګي چې ۷۴ کاله عمر لري، په ایټالیا کې یو مخکښ سیاستوال بلل کېږي.

له دې مخکې ښاغلی دراګي د اروپا مرکزي بانک مشر و او د یورو زون یا د یورو کاروونکو هېوادونو کړکېچ اداره کولو له کبله یې د سوپر ماریو (غوره ماریو) لقب خپل کړ.

ماریو دراګي ته د تیر کال په فبروري کې دنده ورکړل شوې وه چې د کوویډ وبا او اقتصادي رغونه کې ایټالیا په سم لوري روانه کړي.

ایټالیا ته اروپايي ټولنې مرستې هم منلې وې خو په دې شرط چې باید بنسټیز بدلونونه یې راوستي وای.نوموړي په لومړي ځل خپله استعفا یوه اوونۍ مخکې وړاندې کړې وه.

د استعفا موضوع له هغه وروسته را پورته شوه، چې ایټالیا کې د خلکو په نامه ګوند د هغې اقتصادي کڅوړې له ملاتړه ډډه وکړه، چې د اقتصادي ناورین لپاره په پام کې نیول شوې وه، له همدې کبله سیاسي ناکرارۍ رامنځ ته شوې او ښاغلي دراګي د دندې پرېښود پریکړه وکړه.

خو ولسمشر ماتاریلا له نوموړي غوښتي و چې په خپله څوکۍ پاتې شي. ښاغلي دراګي هم د چهارشنبې په ورځ پارلمان کې وویل، چې دی به په خپل ځای پاتې شي که چیرې ګوندونه د یوه نوي باور په بنسټ له یوه قوي حکومته ملاتړ ته چمتو وي.

File pic of Matteo Salvini, Giorgia Meloni and Silvio Berlusconi (R)

د عکس سرچینه، Reuters

خو دریو ګوندونو د باور رایې له ورکولو ډډه وکړه.

ښاغلي دراکي د پنجشنبې په سهار پارلمان ته وینا وکړه او تود هر کلی یې وشو.ولسمشر ماتاریلا وايي، چې دمګړۍ به د هغه حکومت د چارو اداره کولو لپاره په خپل ځای پاتې وي خو په ښکار یې دا ونه ویل چې راتلونکې ته یې پلان څه دی.

تاکل شوې وه چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې به ټاکنې کېږي خو اوس داسې ښکاري چې دا ټاکنې به راروانې اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

د ایټالیا ښي اړخه ګوند (FDL) په نظر پوښتنه کې مخکې دی او داسې برېښي چې د دې ګوند مشره جورجیا میلوني به نوې لومړۍ وزیره وي.

نوموړې د ملي یووالي په حکومت کې برخه نه وه اخیستې او په تیره اوونۍ کې یې څو ځلې د لنډ مهاله ټاکنو غوښتنه کړې وه.