پر فرانسه او ایټالیا "الیکس" توپان راغلی

د ایټالیا شمال کې بیدمونت سیمه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایټالیا شمال کې بیدمونت سیمه

د فرانسې پر سوېلي او د ایټالیا پر شمال لوېدیځو سیمو د الیکس په نامه سخت توپان راغی چې لږترلږه دوه کسان یې وژلي او ۲۵ نور تري تم شوي دي.

له دې ټوپان سره تېز باد او زیات باران هم مل دی چې سېلابونه ورسره راوتلي دي.

د فرانسې جنوبي نیس ښار ته څېرمه ځینو کلیو کې یې ډېره ویجاړي رامنځته کړې ده. د نیس ښاروال هلته راغلي سېلابونه ډېر خطرناک بللي دي.

د ایټالیا په شمال کې هم سېلابونو او راوتلو اوبو ډېرې لارې بندې کړې او پلونه یې ویجاړ کړي دي.

په ایټالیا کې دوه کسان مړه شوي، چې یو پکې شاوخوا دېرش کلن دی. د یوه مړه شوي موټر یوه سېند ته ولوېد.

د ایټالیا په شمال لوېدیځ کې ۱۷ کسان تري تم شوي، چې څلور پکې جرمنان دي. چارواکي وايي دوی یوه غرني سفر ته وتلي وو.

د فرانسې سوېلي ک فیزوبي سیند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فرانسې سوېلي ک فیزوبي سیند

په بیدمونت سیمه کې د بارانونو او اوبو راوتلو له کبله د ځینو کلیو لارې بندې شوې دي. چارواکي وايي، اوس هلته وضعیت ډېر خراب دی.

دغو کلیو ته د مرستې لپاره سلګونه مرستندویان استول شوي.

د نیس ښار ساتلو لپاره د سېلابونو د مخنیوي سیستم تر یوه حده بریالی شوی دی.

رپوټونه وايي، په فرانسه کې اته کسان ورک شوي.

د نیس ښار شمال ته هم د ځینو کلیو لارې بندې شوې دي.

د فرانسې جنوب روکبیلیار کلي ویجاړ شوی سړک

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د فرانسې جنوب روکبیلیار کلي ویجاړ شوی سړک

د نیس ښاروال کریسټین اسټروزي - چې په الوتکه کې سپور و، بي ایف اېم خبري اژانس ته وویل "لارې او کابو سل کورونه ویجاړ شوي او یا تر یوه حده وران شوي."

د فرانسې خبري اژانس د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې (میتیو فرانس) ویلي: "په تېرو ۲۴ ګړیو کې ځینو سیمو کې ۵۰ مليمتره باران شوی، چې د کال د څلورو میاشتو له باران سره برابر دی."

فرانس پرېس وايي، چارواکو په نیس ښار او نورو ساحلي سیمو سمندرغاړې تړلې دي او له خلکو یې غوښتي چې پخپلو کورونو کې پاتې شي.

توپان د جمعې په ورځ د فرانسې لوېدیځ ساحل هم ځپلی چې د زرګونو کورونو د برېښنا پرچاوېدو لامل شوی.