د سوېلي امریکا سمندرغاړو کې د خطرناکو څپو وېره

توپان کارایب کې تراوسه ۲۴ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، توپان کارایب کې تراوسه ۲۴ کسان وژلي

د امریکا د توپان ملي مرکز وايي، ښايي لورا توپان د مکسیکو خلیج کې د خطرناکو سمندري څپو په جوړولو سره د دغه هېواد سوېلي سیمو کې سخت بادونه او ناڅاپي سېلابونه رامنځ ته کړي.

دغه توپان د چارشنبې په ورځ ماسپښین د تګزاس او لوییزیانا سمندرغاړو ته په نږدې کېدو سره څلور درجې پورته شوی دی.

د توپان ملي ادارې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د خوندیتوب لپاره بیړه وکړي.

له نیم میلیون ډېرو خلکو ته ویل شوي چې له سیمې ووځي.

لورا او د مارکو په نوم بل توپان په کارایب سیمه کې له ۲۴ ډېر کسان وژلي دي.

د مارکو له امله تېره دوشنبه په لوییزیانا کې سخت باد او باران وشو.

لومړیو کې وېره وه چې دا دوه توپانونه په بې مخینې ډول خپلو کې له ۴۸ ګړیو واټن سره په لوییزیانا کې په فوق استوايي توپان بدل شي، خو مارکو استوايي توپان پاتې شو.

له بلې خوا لورا توپان په ۲۴ ګړیو کې د درې درجو توپان په ځای څلورمې درجې ته پورته او سختي یې ۷۰ سلمه ډېره شوه.

له دې توپانونو د پیدا شوي باد ډېره چټکتیا په ګړۍ کې ۲۲۰ کیلومتره اټکل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیمې له خلکو غوښتي، د ځايي چارواکو خبره ومني، ځکه دا توپان "ډېر خطرناک او په چټکۍ سختېږي. "

په دا مهال د کورونا وېروس له سیمې د خلکود وتلو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د مېشتولو خنډ دی.

د تګزاس والي ګرګ ابټ له شتمنو کورنیو غوښتي چې هوټلونو کې پاتې شي.

په دا مهال د فوق استوايي توپان ملي مرکز ویلي سخت بادونه به د تګزاس ختیځې او د لوییزیانا لوېدیځې سیمې پورې ورسېږي.

د دې خبرداري له مخې تر شپږ مترو د اوبو د پورته کېدو امکان شته.

توپآن

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له نیم میلیون ډېرو خلکو ته ویل شوي چې د توپان له لارې ځانونه بچ کړي.

د هواپوهنې ملي مرکز غړی بنجمین سکاټ وايي: "ډېری خلک نه پوهېږي چې تصور وکړي له سمندرغاړې اوبه د دوه پوړیزې ودانۍ په اندازه را پورته کېږي، خو داسې پېښه کېږي. "

د هواپوهنې چارواکي د داسې څه د پېښېدو خبره کوي چې د دوی په خبره، څوک پکې ژوندي پاتېدلی نه شي.

ښاغلی سکاټ وايي، دوی داسې خبره نه کوله او له دې مخکې داسې خبره شوې هم نه ده.

ښاغلي ابټ هم د توپان په لار کې له خلکو وغوښتل چې څو ګړیو کې له دې سیمو ووځي:

"لورا توپان بې مخینې زورور دی، تګزاسیان باید اوس ګام پورته او ځان خوندي کړي. "

تمه ده چې لورا د پنجشنبې لومړیو ګړیو کې د تګزاس او لوییزیانا پولو کې سمندرغاړو ته ورسېږي.

دا هم ویل کېږي چې له دې توپان به لوییزیانا، تګزاس او میسي سیپي کې بړبوکۍ جوړې شي.