ډورین توپان باهاما څنګه تبا کړه؟
د باهاما ایالت چارواکي اوس د ډورین توپان زیان حسابوي.
ډورین له اباکو ټاپوګانو د پنځو درجو په کچه پیل شو او بیا یې دوه ورځې لویه باهاما وړچوله.
لومړی وزیر هربرټ مینیس وايي، توپان زموږ د یو نسل خواري په اوبو لاهو کړه.

لویه باهاما
ډورین څو ځلې په دې ټاپو کې نړیوال هوايي ډګر زیانمن او د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ کړې.

د عکس سرچینه، Reuters

ځینې نوي کورونه بچ شول، خو نورې ودانۍ پړمخ وغورځېدې.

د عکس سرچینه، Reuters


د عکس سرچینه، Reuters


د عکس سرچینه، Reuters


د عکس سرچینه، Reuters

اباکو ټاپوګان
تېره اونۍ ډورین پر اباکو ټول زور وازمویه. یوازې پر ۱۹۳۵ کال د کارګر ورځې توپان سره پرتله کېږي چې په ګړۍ یې ۲۹۸ کیلومتره مزل درلود.
مارش هریبر ښارګوټی یو مخ ویجاړ شو.

د عکس سرچینه، Reuters

په اباکو کې بشپړې مېنې یا ښارګوټي له ځمکې سره برابر او زرګونو خلک پنا او مرستو ته اړل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images


د عکس سرچینه، Reuters


د عکس سرچینه، Getty Images


د عکس سرچینه، Getty Images

سمندرغاړه کې د اوبو د څپو ګوزراونه لا هم شته.

د عکس سرچینه، Reuters
خو ځینې کورنۍ چې له اباکوز وتلې او پلازمېنې ناسیو سره یو ځاییږي، نو د یو بل په لیدو خوشالي کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د انځورونه چاپ حق خوندي دی.








