ایټالیا کې سېلاب: تاریخي ښار اوبو لاندې کړ
تېرو پنځو لسیزو کې د اوبو له ټیټ او ځوړ یا مدوجزر وروسته د ایټالیا تاریخي ښار وینس تر ډېره له اوبو لاندې ده.
اوبه د ځمکې له مخ ۱،۷۸ متره یا شپږ فوټه جګې دي او ریکارډ یې جوړ کړی دی.
مشهور سیلاني ځای اوبو لاندې کړی دی او خلک پر سېلابي اوبو اوړي.
دا ښار چې د یونیسکو له خوا د نړۍ تاریخي میراثونو کې راځي اتیا برخه یې یې اوبو لاندې کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د وینس ډېره سېلاو ځپلې سیمه سینټ مارکس سکوایر دی.
تېرو ۱۲ پېړیو کې سینټ مارکس باسیلیکا شپږ ځلې اوبو لاندې کړې ده.
د سینټ مارکس شورا یوه غړي پیرپاولو کیمپسټریني وايي، تېرو ۲۰ کلونو کې دا څلورم ځل دی چې دومره سېلاب راځي.
وینیس ښار د ایټالیا له شمال ختیځې سمندرغاړې لرې یو جهیل دی چې له سلو ډېر ټاپوګان لري.

د عکس سرچینه، AFP
پیلسټرینا ټاپو کې دوه کسان وژل شوي، یو خپل کور کې د برېښنا شاټ وژلی او د بل مړی موندل شوی دی.
د وینس ښاروال لویګي بروګنارو وايي، بېړني حالت اعلانول غواړي. او دا هم تر هغه وخت چې سېلاب کم شوی نه وي.
ټوېټر کې یې لیکلي، حالت ډېر ډراماټیک دی، موږ له حکومت مرسته غواړو، تاوان ډېر دی، دا د موسمي بدلون نښه ده.
ټول ښار کې خلک د سیلابي اوبو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د عکس سرچینه، EPA
کاروبار ډېر اغېزمن شوی، له څو هوټلونو او خوړنځیو بهر څوکۍ په سېلاب کې ډوبې دي.
دوکاندراران هڅه کوي چې له نور تاوان د بچېدو لپاره خپل سامان خوندي کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
وینس اوبو کې ډوب دی، خو سیلانیان لا هم ننداره کوي.
فرانسوۍ جوړې فرانس خبري اژانس ته ویلي، چې د ښار یوې لرګینې ودانۍ له زیانمنېدو سره دوی هم لامبو وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د چارشنبې په ورځ تر ډېره د کښتیو پته هم نه لګېده.

د عکس سرچینه، AFP
پر ۲۰۰۳ کال له سېلاب د ښار خوندي کولو پر پروژه غور وشو خو د لګښت د زیاتېدلو له امله وځنډېده.
د دې پلان له مخې ښار کې ډېر لښتي جوړېږي چې د اوبو څپو زیاتېدو سره ښار خوندي پاتې شي.
له تېرې سې شنبې راهیسې ایټالیا کې سخت باران شوی او راتلونکو ورځو کې هم د بد موسم وړاندوینه شوې ده.
۔








