ايټاليا کې وېنېس ته سفر: د ګڼې ګوڼې مخنيوي لپاره بايد مسافر راجسټر شي

د ویډیو تشریح، ايټاليا کې وېنېس ته سفر: د ګڼې ګوڼې مخنيوي لپاره بايد مسافر راجسټر شي

د ایټالیا وېنېس به په نړۍ کې لومړی ښار شي چې د ورتلونکو کسانو شمېر به څاري او ټاکلی حد به ورته ټاکي. له دې وروسته، ټول هغه کسان چې دې ښار ته ورځي، لومړی باید د ورتګ لپاره ځان راجستر کړي، او بیا دغه ځای ته د ننوتلو فیس ورکړي.

د دې کار ټول هدف دا دی چې په دغه لرغوني او ښکلي ښار کې د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.