د ښي اړخو مشره جیورجیا مېلوني د ایټالیا لومړۍ وزیره شوه

د ایټالیا سخت‌دریځه ښي اړخي (ایټالیا وروڼه) ګوند مشرې جیورجیا مېلوني بالاخره ومنله چې د دې هېواد لومړۍ وزیره شي.

وړاندې د ایټالیا ولسمشر سرجیو مټرېلا د له اغلې مېلوني غوښتي وو چې د لومړۍ وزیرې مقام ومني.

دا ددغه هېواد تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام ته رسېږي.

اغلې مېلوني له ولسمشر سره لیدنه کې د خپلې کابینې د غړو نومونه اعلان کړل.

وړاندې، د ایټالیا د سخت دریځو مشرې او ملګرو یې له ولسمشر سره یوه غونډه کې ویلي وو، چمتو ده چې ژر به د خپل حکومت تشکیل اعلان کړي.

د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلسکوني هم د اغلې مېلوني په مشرۍ د سیاسي ټلوالې غړیتوب لري او په دې خبرو کې یې حضور درلود.

اغلې مېلوني اوس په دې لټه کې ده چې د ایټالیا لوېدیځ ملګري‌ ډاډمن کړي چې په راتلو به یې هېڅ نه بدلېږي.

په پام کې ده چې د (ایټالیا وروڼه) ګوند د شنبې په ورځ د خپلې ښځینه مشرې په مشرتابه کې لومړنۍ غونډه جوړه او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دغه مقام ته د یوې ښځې تر رسېدو وروسته له خپلې کابینې سره د لوړې مراسم هم ترسره کړي.

اغلې مېلوني د جمعې په ورځ د ایټالیا له ولسمشر سره خبرو کې ویلي وو، چې حکومت به یې د اړتیا پوره کوونکی او ځواب ویونکی وي.

د اغلې مېلوني د کابینې له ۴۴ وزیرانو یوازې شپږ یې ښځې دي. د کورنۍ او زیږون اړوندو چارو وزیره یوجنیا روچلا هم پکې ده.