بریتانیا ته راغلي تر سلو زیات کډوال ماشومان له هوټلونو لا درکه شوي دي

د عکس سرچینه، PA Media
د بي بي سي نیوزنایټ پروګرام له لوري تر لاسه شوي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له جولایې تر روان کال اګست میاشتې پورې ۱۱۶ کډوال ماشومان له هوټلونو وتلي او لادرکه دي.
د تېر کال جولايي میاشتې را هېسې د بریتانیا حکومت نوي کډوال هوټلونو کې میشتوي ځکه چې سمدستي کورونه نه شي ورکولی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاده موده کې ۱۶۰۶ ماشومان له ناقانونه لارو د کډوالو په توګه بریتانیا ته راغلي دي.
د ماشومانو او کډوالو د ملاتړ ادارې اندېښنه ښيي چې له دغو ماشومانو، چې د ځینو عمرونه شاوخوا یوولس کاله دي، ښايي ناوړه ګټه واخیستل شي.
اروپا کې د کډوالو کړکیچ او د ماشومانو حقونه یا اکپټ یوه له هغو بنسټونو ده چې دې برخه کې فعالیت کوي.
اکپټ ویلي د نادرکه شویو ماشومانو شمېر هېښوونکی دی او حکومت ته په کار ده چې نور کډوال ماشومان هوټلونو ته وانستوي.
د دې بنسټ مشرې پاټریشا ډور ویلي، دوی ښايي د بنګو په یوه کرونده، فابریکه او یا د مریو په توګه د کور په کارونو بوخت وي.
نوموړې ټېنګار کړی، آن دا امکان هم شته چې دا ماشومان په جرمي کړنو کې وکارول شي او جنسي ګټه ترې واخېستل شي.
۱۷ کلنه ریشان تسېګا له سوډانه راغلې او وايي، وېره یې دا ده چې د نادرکه شویو ماشومانو له ډلې ځینې ښايي د قاچاقګرو لاس ته ولوېږي.

د عکس سرچینه، PA Media
دې بي بي سي ته ویلي، قاچاق وړونکي پر کم عمره کډوالو فشار راوړي او هدف هېواد ته له رسېدو وروسته دوی ځینو کارونو ته اړ باسي او دا نوې خبره نه ده.
دا زیاتوي، دا امکان شته چې ورته وویل شي، "هدف ته له رسېدو وروسته باید دوی ته پېسې ورکړې او که داسې ونکړې نو مور او یا کورنۍ به دې ووژل شي"، ریشان وايي په داسې یوه حالت کې به څه کوې؟
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، وروستیو میاشتو کې د فرانسې او انګلستان ترمنځ تنګي له لارې په بې ساري توګه د ناقانونه کډوالو شمېر زیات شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت دا مني چې روانې هڅې کافي نه دي او د ماشومانو لادرکه کېدل ډېر خطرناک دي. خو ټېنګار کوي چې د پولیسو په مرسته شپه او ورځ هڅې کوي چې د دغو ماشومانو ځای مالوم او دا ډاډ تر لاسه کړي چې خوندي دي.









