بريتانيا ته ناقانونه کډوالي: د روانډا تګلاره يې مخه نه نيسي
له خطرونو سره سره، د هغو کډوالو شمېر هماغسې په ډېرېدو دی چې له انګرېز تنګي بریتانیا ته اوړي.
په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۳۱ زره کسان له فرانسې، بریتانیا ته اوښتي دي. په ترکیه کې یوه قاچاقبر 'بي بي سي پنوراما' پروګرام ته ویلي چې له رونډا سره د بریتانیا حکومت د کډوالو وروستی تړون به د ده د مشتریانو د سفر مخه ونه نیسي.
حکومت د خپل پلان ننګه کړې ده - له دې سره سره چې د بشري حقونو کمپاین کونکو یې پر ضد قانوني عریضې هم کړې دي.
حکومت وايي په دې کار غواړي د انساني قاچاقچیانو د کاروبار بڼه له منځه یوسي. د 'بي بي سي پنوراما' خبریاله جین کوربېن استانبول ته تللې وه چې د دې غوړېدونکي کاروبار په اړه معلومات راکړي: