د پاکستان سېلابونه؛ د وژل شویو شمېر نژدې ۱۴۰۰ ته لوړ شوی

پاکستان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په ورستیو زورورو سېلابونو او پشکال بارانونو کې د وژل شویو شمېر ۱۳۹۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د طبیعي پېښو پرضد د پاکستان د ملي ادارې په وینا، څه نا څه ۶۰۰ زره کسان په هغو لنډ مهال کمپونو کې مېشت شوي چې وروستیو دوه نیمو میاشتو سیلابونو او بارانونو کې یې کورونه وېجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

په دغو سېلابونو کې تر ټولو ډېر د سند ایالت ځپل شوی چې نژدې ۱۵ میلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي. خو د پښتونخوا او بلوچستان ځینې سیمې هم په کمساري ډول ځپل شوې دي.

د سند ایالت مشر وزیر مراد علي شا په کراچۍ کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې کورنیو او نړیوالو خیریه ټولنو څه کم دوه لکه کورنیو ته چې بې کوره وو، خیمې وېشلې دي. خو وايي د بې کوره شویو کورنیو شمېر خورا ډېر دی.

د مراد علي شا په وینا، د سږنیو بارانونو کچه د تېرو هغو پرتله لس-یوولس چنده لوړه وه.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی و، وايي " نړۍ کې یې ګڼ بشري ناروینونه لېدلي، خو د اقلیمي بدلون له امله هغه څه اوس دلته (پاکستان کې)رامنځ ته شوي، په کلماتو یې نه شم بیانولای."

ښاغلي ګوتېرېش په ټینګار له نړیوالو د پاکستان لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کوله.

نوموړي اقلیمي بدلون ته په پام وویل "پاکستان د هغه څه بیه پرې کوي، چې نورو تر سره کړي دي."

پرون (شنبه) له انتونیو ګوتېرېش سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو هم ملګري وو او ځپل شویو سیمو ته ورغلل.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف وویل: "د پاکستان په شان وضعیت نورو هېوادونو کې هم رامنځته کېدای شي د همدې لپاره موږ باید سره له اوسه لاس په کار شوو."

پاکستان کې د بې سرحده ډاکټرانو د بنسټ مشر تېره اوونۍ بي بي سي ته ویلي و چې ځینو لېرې پرتو سیمو کې د ناپاکه اوبو له امله د کولورا ناروغۍ پېښې پيدا شوې دي چې نوموړی یې "اندېښمنونکې بولي."

د سېلابونو له امله د پاکستان په ډېرو برخو کې د څښاک اوبو رسونې سیستم زیامن شوی او په ځینو ځایونو کې خلک د پاکو اوبو په تر لاسه کولو کې ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان اقتصاد هم په پراخه کچه ځپل شوی دی.

د پاکستان مالیې وزیر وايي، هېواد کې یې د سېلابونو او پشکال بارانونو له امله انفلاسیون یا د "پيسو پړسوب" په تېرو ۴۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

انفلاسیون په عمومي ډول هغه حالت ته وايي چې د یوه هېواد کرنسۍ پکې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکیو بیو ډېرې لوړې شي.

د پاکستانۍ روپیو ارزښت که څه هم له تازه سېلابونو پخوا هم ټیټ و خو زورورو بارانونو چې په پراخه کچه يي کرنیز تولیدات زیانمن کړي، بیې لا لوړې کړې دي.