تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا او سېند کې بارانونو او سېلابونو مرګژوبله اړولې
- Author, عرفان خټک/ رحمان الله
- دنده, پاکستان
د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د پشکال ګڼو بارانونو له کبله له تېرو دوو ورځو راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې لس کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ځايي چارواکي وايي، له ګڼو بارانونو وروسته سیمه کې سیلابونه راوتلي چې له کبله یې د سر او مال زیان اوښتی دی.
بل لور ته د پاکستان کراچۍ ښار کې هم د پشکال ګڼو بارانونو د سر او مال زیانونه اړولي دی.
ځايي چارواکي وايي، تر اوسه دغه ښار کې له باران وروسته د برېښنايي جټکو یا اوبو کې د ډوبېدو له کبله نهه کسان وژل شوي دي.
په داسی حال کې چې کاروباري ښار کراچۍ کې لا هم د باران اوبه د ښار پر سړکونو، بازارونو او لارو کوڅو کې ډنډ ولاړې دي، د هواپېژندنې چارواکو په دې ښار کې تر چار شنبې پورې د نور باران اټکل هم کړی دی.
بل لور ته د دوشنبې پر ورځ د سخت اورښت له کبله سند ایالتي چارواکو ځايي تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې وه. ځايي خبریال عرفان خټک وايي، د باران له کبله د ښار ډېری سیمو کې برېښنا پرچاو شوې او د تګ راتګ لارې تړلې وې.