پاکستان کې سېلابونه؛ د مرستو رسولو وخت په چټکۍ له لاسه وځي

- Author, پومزه پیهلاني
- دنده, بي بي سي، دادو
د پاکستان سویلي سیمې اوس د هغو سېلابونو له کبله له پراخې ویجاړۍ سره مخامخ دي، چې لامل یې اقلیمي بدلون بلل کېږي او تر ۱۱ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.
سېلابي څپې اوس د سند ایالت په سیند کې سویلي سیمو ته رسېدلې او پراخې ځمکې یې لاندې کړې دي. ځايي چارواکي وايي، د دې ایالت په دادو ولسوالۍ کې یو اعشاریه دوه میلیونه خلک بې ځایه شوي، سلګونه کلي اوبو لاندې کړي او لا هم د سېلابي اوبو څپې راروانې دي.
چارواکي وايي، پوځیان په سېلاب کې ایسار کسان د چورلکو او کښتیو له لارې باسي، خو ګڼ شمېر کسان لا هم په اوبو کې ایسار پاتې دي او وخت په چټکۍ سره له لاسه وځي.


یوه ځايي چارواکي راته وویل: ''نورې اوبه هم راځي، موږ یې وینو، اړتیا ډېره ده او موږ کافي نه یو، خو خپل ټول وس او توان کاروو. ''
په خیرپور ناتهن شاه سیمه کې مو خپله ولیدل چې سلګونه خلک له خپلو کورونو راوتلي وو او د هغې کوچنۍ کښتۍ پر لور یې منډې وهلې چې د خلکو ایستلو لپاره استول شوې وه.
دلته یوه ستونزه دا هم ده، چې کلي له یوه بله لېرې موقعیت لري او ټولو ایسارو خلکو ته رسېدل اسانه چاره نه ده.

ځينې کسان مو ولیدل چې تر څو ساعتونو پورې یې په اوبو کې په دې هیله مزل کړی و، چې ګوندې د ژغورنې کومه کښتۍ ومومي.
د دادو سیمې سړکونو پر غاړو ځینې کورنۍ په داسې حال کې تر شنه اسمان لاندې له اونیو راهیسې شپې سبا کوي، چې د خوراک، څښاک لپاره هم څه نه لري.
د دې کورنیو ځینو غړو راته وویل، څه چې ورپېښ شوي، خواشیني کړي یې دي، خو په وینا یې خواشیني یې ځکه په غوسه بدلېږي
چې هغه چارواکي یې د مرستې لپاره هیڅ نه کوي، چې هره ورځ یې څنګ ته تېرېږي.
سیمې ته غځېدلې لارې هم د باران او سېلاب له کبله کنډ، کپر شوي او له همدې کبله به دې سیمو ته د مرستو رسول هم اسانه چاره نه وي.










