پاکستان کې سېلاب ځپلې کورنۍ د حکومت لاسنيوی غواړي
پښتونخوا کې چارسده او نوښار سیمې سېلاب تر ټولو ډېرې ځپلې دي. زرګونه خلک له دغو سیمو بې ځایه شوي او ګڼ کورونه نړېدلي. دوی وايي د خلکو په مرستو پايي او له حکومته د لاسنیوي غوښتنه کوي.
زموږ همکار رحمان الله له ځینو بې شویو کورنیو سره خبرې کړي.