د پاکستان سېلاب ځپلو سره مرستې

د ویډیو تشریح، د پاکستان سېلاب ځپلو سره مرستې

نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، ورته ګرانه ده، چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله بې کوره شویو سلګونه زره کسانو ته مرستې ورسوي.

د اباسين او کابل سیندونو دواړو غاړو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله له زرو ډېر کسان وژل شوي او شپاړس سوه نور ټپیان شوي دي. د مونسون بارانونو چې په یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر وو- ودانۍ، پلونه او سړکونه ویجاړ کړي او د هېواد درېیمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده.

د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد له بلوچستان صوبې دغه رپوټ را لېږلی دی.