د ایران اسلامي جمهوري ولې د بل هر هېواد په پرتله ډېرې ښځې اعداموي؟

دا شپږتنه ښځې د هغو څه باندې ۲۰۰ تنو ښځو له جملې څخه دي چې د تېرې پېړۍ له پیل راهیسې اعدام شوې دي.

د عکس سرچینه، Abdorrahman Boroumand Center

د عکس تشریح، دا شپږتنه ښځې د هغو څه باندې ۲۰۰ تنو ښځو له جملې څخه دي چې د تېرې پېړۍ له پیل راهیسې اعدام شوې دي.
    • Author, سوامیناتان ناتاراجان
    • دنده, بي بي سي

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، ایران په پرلپسې توګه د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راځي چې تر ټولو زیات اعدامونه کوي. خو هېڅ هېواد هم د ایران تر اسلامي جمهورت ډېرې ښځې نه اعداموي.

بي بي سي د ایران د ننه او بهر د بشري حقونو یو شمېر فعالانو سره په دې هېواد کې د ښځو د اعدامونو د علتونو په اړه خبرې کړي.

خبرداری: په دې مطلب کې داسې تصویرونه شته چې کېدای شي د ځینو لوستونکو لپاره نارامونکي وي.

د بشري حقونو ډلې وايي ایران په بې پروا ډول اعدامونه کوي. یواځې د جون د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۳۲ کسان اعدام شویدي، په هغو کې ۳ ښځې وې چې د خپلو مېړونو د وژنې په تور په دار ځړول شوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ایران د بشري حقونو یو سازمان، د عبدالرحمان برومند بنسټ اجرايي مدیره، رویا برومند، وايي: "[په ایران کې] د قتل جرم لپاره د زندان سزا نشته. یا به یې بښئ یا به اعدامېږئ."

د بښنې نړیوال سازمان د کلنيو ارقامو له مخې، ځینې نور هېوادونه د ایران په پرتله ډېر کسان اعداموي خو هېڅ هېواد د ایران په کچه ډېرې ښځې نه اعداموي.

نو ولې ایران ښځې اعداموي؟

د مرګ سزا

د عبدالرحمان برومند بنسټ د راپور له مخې، تېره اونۍ د درې ښځو د اعدام ترڅنګ، شپږ نورې ښځې هم د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اعدام شوي دي.

د بشري حقونو فعالان پر ایراني چارواکو تور لګوي چې د اعدامونو واقعي شمېرې پټوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشري حقونو فعالان پر ایراني چارواکو تور لګوي چې د اعدامونو واقعي شمېرې پټوي

دا ريښتیا ده چې په دې هېواد کې ډېری اعدامونه د نارینه و دي، خو د دې ۹ تنو ښځو اعدامونه پردې زیاتېدونکې شمېرې اضافه شويدي.

برومند بي بي سي ته وویل: "موږ د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ موده کې لږ تر لږه د ۲۳۳ ښځو اعدامونه ثبت کړیدي."

هغه زیاتوي: " ۱۰۶ ښځې د قتل په جرم او ۹۶ د مخدره توکو جرمونو په تړاو اعدام شویدي. "

داسې باور کېږي چې یو لږ شمېر له ازدواجه بهر جنسي اړیکو له امله اعدام شوي.

برومند وايي د دې مواردو یواځې ۱۵ سلنه په رسمي ډول اعلان شویدي- خو د سیاسي بندیانو یا هغو مسولانو له لارې چې دا اطلاعات یې د چارواکو له اجازې پرته افشا کړي موږ د نورو مواردو په اړه خبرشوي یو.

برومند وايي د اعدامونو د شمېر زیاتوالی تریوه حده د نرمښت نه شتون له امله دی: د هېواد د حقوقي نظام پر اساس، دولت نشي کولای د قتل د جرم د اعدام حکم کې کمښت راولي- د بښنې پرېکړه د مقتول د کورنۍ پرغاړه ده.

مرسته نشته

ایراني فعاله، اتنا دایمي، هڅه وکړه چې د یوې ۴۰ کلنې افغانې ښځې صنوبر جلالي د اعدام حکم په وروستیو شېبو کې وځنډوي. هغه د خپل مېړه د وژنې په جرم اعدام شوه.

د بښنې د یو نادر اقدام په ترڅ کې، د یو وژل شوي هلک والدینو، قاتل پردار د ځرول کېدو لږ شېبه وړاندې عفوه کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بښنې د یو نادر اقدام په ترڅ کې، د یو وژل شوي هلک والدینو، قاتل پردار د ځرول کېدو لږ شېبه وړاندې عفوه کړ.

اتنا دایمي هیله منه وه د جلالي د مېړه له کورنۍ سره د هغې د بښنې په اړه خبرې وکړي.

اتما دایمي بي بي سي ته وویل: "موږ هڅه وکړه د قتل د قرباني کورنۍ پیدا کړو او له هغوی د بښنې غوښتنه وکړو، خو د زندان چارواکو مرسته ونه کړه. هغوی د قرباني دکورنۍ د وکیل د تیلیفون شمېره راکړه، خو هغه ز موږ غوښتنو ته پام ونه کړ."

"د زندان مسولای کله کله مرسته کوي چې د مقتول کورنۍ د بښنې غوښتنه ومني، خو تل داسې نه وي. "

خو برومند خینې موافق موارد هم یادوي. هغه وايي د نورو فعالانو په مرسته مو ، دوه نفره له اعدامه او ۸ نور کسان مو د بدن د غړو له پرې کېدو وژغورل.

له هغو دوو ښځو څخه چې په هماغه ورځ له جلالي سره یوځای په دار وځړول شوې، یو ماشوم مېړه و چې په ۱۵ کلنۍ کې یې واده کړې وه او دریمه ښځه هم څه باندې پنځه کاله وړاندې د خپل مېړه د وژنې په جرم نیول شوې وه.

کمزورې دفاع

اتنا دایمي دخپلو فعالیتونو له امله ۷ کاله په زندان کې تېرکړي. هغه وايي د ښځو زندانونه د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري او کله کله هم بندیان وهل ټکول کېږي.

أتينا دائمي

د عکس سرچینه، Atena Daemi

د عکس تشریح، اتنا دایمي وايي په قضايي سیستم کې د جنسیتي تعصب د شته والي له امله، پرقتل د تورنې ښځې خلاصېدل سخت دي

هغه وايي د محکمو حکمونه هم تر ډېره د ښځو پر ضد وي، ځکه یواځې نارینه قاضیان کېدای شي او ډېری وکیلان هم نارینه دي.

د ایران محکمې باید د تورنو کسانو لپاره یو مدافع وکیل وټاکي، خو دایمي وايي دا وکیلان چندانې حقوقي حمایت نه برابروي ځکه چې "ډېری ټاکل شوي وکیلان، پخواني قاضیان یا څارنوالان وي."

دایمي وايي: "د قتل په دوسیو کې د بې ګناهۍ ثابتول اسانه نه دي. په دې دوسیو کې د تورن په پرتله د مقتول د کورنۍ د خبرو اغېزه ډېره وي".

جنسیت ځپلی سیستم

ایرانۍ خبریاله اسیه امیني چې اوس په ناروې کې ژوند کوي، هغه دوسیې چې پکې ښځې په اعدام محکومېږي، له نژدې تعقیب کړي دي. هغه وايي ددې ستونزې اصلي علت په خپله حقوقي نظام دی.

فعالان وايی دېری کورنۍ له بندې شویو ښځو سره خپلې اړیکي پرې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فعالان وايی دېری کورنۍ له بندې شویو ښځو سره خپلې اړیکي پرې کوي

امیني بي بي سي ته وویل: "د قانون له مخې، پلار او پلرنی نیکه د کورنۍ سرپرستان دي او کولای شي د نجونو د برخلیک او واده په اړه پرېکړه وکړي."

هغه زیاتوي، دا په دې معنا ده چې هغه نجونې چې واده کولو ته اړ کېږي ښايي له جدي ستونزو لکه کورني تاوتریخوالي سره مخ شي او د ایران په محکمو کې یې طلاق اخیستل تقریباً ناشوني کېږي.

هغه ښځې چې په اعدام محکومېږي، تر ډېره ان د خپلو والدینو ملاتړ له لاسه ورکوي، ځکه هغوی غواړي ((د کورنۍ غزت )) وساتل شي.

امیني وايي: "په دې حالاتوکې ځینې ښځې د تل لپاره د تاوتریخوالي د قرباني په توګه پاتې کېږي." ځینې نورې د خپلو مېړونو د وژنې په فکر کې کېږي.

هغه وايي: "ځینو دغو ښځو اعتراف کړی چې خپله یې قتل کړی یا کوم بل شخص ورسره مرسته کړې. خو تقریباً ټولې ټینګار کوي چې که د تاوتریخوالي پر وړاندې یې د ملاتړ تر لاسه کولو کومه بله لاره درلودای، نو قتل به یې نه و کړی."

اسیه امیني

د عکس سرچینه، Javad Montazeri

د عکس تشریح، اسیه امیني مذهبي قوانین او نارینه سالاره ټولنه په ایران کې د ښځو د اعدام یو لامل بولي.

د تنکیو ځوانانو اعدام

امیني د بېلګې په توګه له ځینو ښځو سره د محکمو د چلند یادونه کوي او د عاطفې په نوم د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ دوسیه یادوي چې ځینو سړیو ورباندې جنسي تېری کړی و.

ددې نوې ځوانې لپاره د عدالت پرځای، قاضیانو په ۲۰۰۴ کال کې حکم وکړ چې هغې له واده بهر جنسي اړیکې درلودې.

امیني وايي: "دا نجلۍ په دې دلیل چې څو سړیو سره یې جنسي اړیکو باندې اعتراف کړی و، په داسې حال کې چې په اصل کې ورباندې جنسي تېری شوی و، په اعدام محکومه شوه."

امیني وايي چې د ایران د اسلامي سزا د قانون له مخې، که یو مجرد کس له واده بهر جنسي اړیکه باندې اعتراف وکړي، د ۱۰۰ درو په وهل کېدو محکومېږي. او که دا عمل درې ځله تکرار شي، د څلورم ځل لپاره ښايي په اعدام محکوم شي."

امیني وايي: "خو د عاطفې په مورد کې، ان دا غیر انساني قانون هم اجرا نشو، ځکه پام مې شو چې له دې وړاندې یواځې دوه ځله د ۱۰۰ درو سزا ورکړل شوې وه". "په خپله دغه قاضي چې حاجي رضايي نومېده د څلورم ځل لپاره، د عاطفې پرغاړه تناب واچوه."

د سزا ورکولو لېوالتیا همدلته نه ختمېږي. د اعدام د سزا مخالفې فعالې نرګس محمدي یوه ویډیو خپره کړې چې د یوې ښځې چې د خپل مېړه د وژلو په تور محکومه شوې وه، د زوی کیسه کوي، چې د خپلې مور د دار پایه په لغتو وهي.

محمدي په دې باور ده چې د مقتول د مېړه کورنۍ ((د کورنۍ د عزت)) د اعاده کولو لپاره د هغې پر زوی او خپلوانو ډېر فشار اچولی و.

اتنا دایمي وايي د ښځو زندانونه اکثرا ان د هغوی لومړنۍ اړتیا نه پوره کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اتنا دایمي وايي د ښځو زندانونه اکثرا ان د هغوی لومړنۍ اړتیا نه پوره کوي

د ډارولو وسیله

امیني افسوس کوي چې په قانون، محکمو او دودونو کې د تبعیض شتون "بن بست حالت ته ددې ښځو په اچولو کې رول لري او هغوی یا جنایتکاره او یا قرباني کوي". خو هغه نه پوهېږي چې دا ډېر اعدامونه ولې کېږي.

هغه وايي: "واقعاً په دې کلونو کې چې یې په زندانونو کې دا قضیې تعقیب کړي، هېڅکله هم نه ده پوهېدلې چې د ایران دولت له دغو وحشیانه سزاګانو څه ګټه ترلاسه کوي."

خو برومند یوه نظریه لري.

له ایرانه بهر، په ایران کې د اعدام سزا پرضد ډېر اعتراضونه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ایرانه بهر، په ایران کې د اعدام سزا پرضد ډېر اعتراضونه شوي.

د ایران زندانونه اوس له سیاسي بندیانو او د مخدره توکوله معتادانو ډک دي او دا فکر کوي چې پر زندانونو د فشار د کمولو لپاره، چارواکي د مقتولو کسانو پر خپلوانو فشار اچوي چې په خپلو پرېکړو کې بېړه وکړي- بښنه یا مرګ.

برومند اندېښمنه ده چې دا موضوع د ډېرو کسانو د اعدام سبب کېږي. هغه همدا شان ګومان کوي چې مسولان د سختو سزاګانو لپاره یوه پټه انګېزه هم لري.

برومند وايي: "په دې وروستیو کې یې په تهران کې د یو سړي لاس پرې کړ. له نورو ښارونو يې بندیان راوړل چې لاسونه یې پرې کړي."

"دا نه اعلانوي، بلکې په داسې ډول یې ترسره کوي چې د سزاګانو خبرونه په ټولنه کې پراخ خپاره شي او د فعالانو ترمنځ د ډار پیدا کېدو سبب وګرځي."

د ایران دولت په دې اړه د نظر ورکولو لپاره د بي بي سي غوښتنو ته ځواب نه وايي، خو د ایران قضائیه قوې پخوا ویلي و چې دا اعدامونه قانوني دي او د ایران نړیوالو ژمنو ( لاسلیک شوېو معاهدو) څخه سرغړونه نه ده.

د ایران دولت په وار وار د شکنجو او اجباري اعترافونو په اړه راپورونه رد کړي او انکار یې کړی.