ایران کې د اجباري حجاب یوه مخالفه '۲۴ کاله بندي شوه'

د عکس سرچینه، HumanRightsWatch
د ایرانۍ صبا کرد افشاري وکیل وايي، د ښځو د حقونو دا فعاله او د اجباري حجاب مخالفه د انقلاب محکمه کې په فساد او فحشا تورنه شوې چې د ۲۴ کلونو بند سزا ورته اورول شوې، چې ۱۵ کلونه بند به یې د اجرا وړ وي.
دا خبر حسین تارج د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې اعلان کړی دی.
۲۲ کلنه کرد افشاري د "حجاب غورځولو او په واټونو له حجاب پرته د ګرځېدو له لارې د فساد او فحشا دودولو" له تور سره مخامخ وه.
پر هغې دا تور هم دی چې د نظام او ټولنې پرضد تبلیغات کوي.
نوموړې د تېرې جوزا/غبرګولي میاشتې پر ۱۱مه ونیول شوه او د تېرې زمري/اسد میاشتې پر ۲۸مه د انقلاب محکمه کې حاضره شوه.
د ایران د اسلامي مجازاتو قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ کرد افشاري په ۱۵ کلونو تعزیري بند محکومه شوې ده.
وړاندې د اجباري حجاب مخالفې فعالانې یاسمین اریاني، منیره عربشاهي او مژګان کشاورز هم د ورته تورونو له کبله په ۱۰ کلونو بند محکومې شوې وې.
د بښنې نړیوال سازمان ویليو تېر کال لږترلږه ۳۹ کسان د اجباري حجاب د اعتراض په تړاو نیول شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د "هرانا" خبري اژانس - چې ایران کې د بشري حقونو په تړاو خبرونه څاري - وايي د اغلې کردافشاري تر نیول کېدا وروسته د هغې کور پلټل شوی او د هغې ځینې شخصي توکي، چې موبایل او لپ ټاپ هم پکې و، ایستل شوي دي.
نوموړې څو کاله مخکې هم په ځینو ښارونو کې د لاریونونو پرمهال نیول شوې وه.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت کې یوه رپوټ کې وویل، اغلې کردافشاري له هغو ۲۴ کسانو یوه ده، چې د ملي امنیت ګډوډولو په تور نیول شوي.








