ایران کې په عمري بند محکوم کاناډایی له بنده تښتېدلی

سعید ملک پور
د عکس تشریح، سعید ملک پور په تېرو یوولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له زندانه د لنډې مودې لپاره خوشی شو. دلی

کاناډایی کمپیوټري ډیزاینر سعید ملک پور چې په ایران کې د حکومت او اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي په اعدام محکوم شوی و، له یوولس کلن بند وروسته له کاناډا ته تللی دی.

د سعید خور مریم ملک پور پر خپل ټویټر د خپل ورور د خوشي کېدو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې "کابوس پای ته ورسېد".

اغلې ملک پور کاناډا ته د خپل ورور د رسېدو یوه لنډه وېډیو هم خپره کړې او له کاناډايي چارواکو یې د سعید ملک پور او د هغه د کورنۍ د نورو ملاتړو د هڅو مننه کړې ده.

سعید ملک پور په کمپیوټري ډیزاین کې متخصص دی چې د عکسونو د سکښت او ډیزاین لپاره یې یو سافټویر هم جوړ کړی.

هغه مخکې په کاناډا کې اوسېده، خو په ۱۳۸۷ کال د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، چې هلته ونیول شو او له هماغه وخته په زندان کې و.

د ایران قضايي چارواکو هغه د "دویم نمبر ګمراهانو" په دوسیه کې راوستی و چې ایران کې دا ډول تورنو ته د کمپیوټر اړوند جرمونو "مجرمین" ویل کېږي.

د ملک پور د قضیې قاضي د ۱۳۸۹ کال پای کې پر هغه د نظام ضد تبلیغاتو تور لګولی و، اسلامي مقدساتو، د ایران رهبر او ولسمشر ته په سپکاوي تورن شوی و.

پر هغه دا تور هم و چې ګني د نظام له دښمنو ډلو سره اړیکه لري او "مفسد في الارض" بلل شوی و، چې د دې ټولو تورونو له کبله په اعدام محکوم شوی و.

وروسته د هغه د اعدام حکم ودرول شو او په عمري بند محکوم شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی ملک پور په ۳۳ کلنۍ د ایران اوین زندان کې بندي شو او اوس چې خوشی شوی ۴۴ کاله عمر لري.

هغه تېره میاشت په تېرو یوولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له زندانه د لنډې مودې لپاره خوشی شو.