هغه سعودی کس محاکمه کېږي چې غیر مسلمان خبریال ته یې مکې ته د ننوتلو 'اسانتیا برابره کړې'

جيل تماري على جبل عرفات

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، ګیل تماري د عرفات پر غونډۍ

سعودي عرب کې چارواکي وايي، یو ځايي کس یې له یوه غیر مسلمان خبریال سره له هغې لارې مکې مکرمې ته سفر کې د همکارۍ په تور نیولی چې یوازې د مسلمانانو لپاره ځانګړې ده.

د مکې مکرمې پولیسو یوه ویاند په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې دا خبریال امریکايي تابعیت لري، او یوه سعودي وګړي ''له اصولو څرګنده سرغړوونه کړی او له هغې لارې یې (مکې مکرمې ته) د تلو زمینه او اسانتیا ورته برابره کړې، چې یوازې د مسلمانانو لپاره ځانګړې ده. ''

په پیغام کې دغه راز راغلي: ''د هغه خبریال قضیه چې دا جرم یې کړی، د تعقیب لپاره څارنوالۍ ته وړاندې شوې، چې د ده په هکله اړین اقدامات وکړي. ''

د سعودي عرب په رسمي بیان کې د هغه خبریال نوم نه دی یاد شوی، چې مکې مکرمې ته د تلو زمینه ورته برابره شوې، بلکې یوازې د ''یوه غیر مسلمان خبریال چې امریکایی تابعیت لري '' په توګه یاد شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده، چې پر دوشنبه د اسرائیل یوې خبري شبکې چېنل ۱۳ نیوز د ګیل تاماري په نامه د یوه خبریال یو رپوټ خپور کړ، چې له مکې مکرمې خپور شو او پکې له هغه سره یو ځایي کس هم لیدل کېږي.

د اسرائیل یوه وزیر د خبریال دا اقدام غندلی او دا یې ''احمقانه او ځوروونکې '' چاره بللې.

د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د اسرائیل وزیر عیساوي فریج چې یو مسلمان دی، د اسرائیل دولتي خبري شبکې ته په دې هکله ویلي و، ''زه بخښنه غواړم، خو دا یو احمقانه کړنه وه، چې ویاړ پرې وشو. یوازې د توجه جلبولو لپاره د دې رپوټ خپرول، بې مسوولیته او زیانمونکې چاره وه. ''

لوحة مرورية

د عکس سرچینه، Social Media

د نوموړي په وینا دې رپوټ د دې رپوټ خپرېدو له کبله د اسرائیل او سعودي تر منځ د اړیکو رغاونې لړ کې د امریکا هڅو ته او دغه راز له متحدو عربي اماراتو او بحرین سره دیپلوماتیکو هوکړو ته زیان رسېدلی.

غیر مسلمانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې مکې مکرمې ته ننوځي.

صورة التقطت على الطريق السريع إلى مكة قبل نحو عامين تظهر لوحة مرورية تشير إلى طريق خاص لـ"غير المسلمين"
د عکس تشریح، مکې مکرمې او مدینې منورې ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې د غیر مسلمانانو لپاره د ځانګړو لارو لوحې لګول شوې (د ۲۰۲۰ کال تصویر)

سپېڅلو سیمو ته د تګ لپاره لوحې لګول شوې دي، چې د ننوتو لپاره دین شرط بولي او دا وروستیو کې یې د محتوا بڼه یو څه بدله شوې او پرې کښل شوي دي د حرم حدودو پای، خو مکې مکرمې ته د غیر مسلمانانو پر ننوتو بندیز پر ځای دی.