د اسرائیل "تاریخي الوتنه" د سعودي له هوایي حریم تېره او متحدو عربي اماراتو ته ورسېده

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو په تاریخ کې لومړی ځل له دې هېواده یوه روانه شوې الوتکه د سعودي عربستان له هوایي حریمه تېره شوه او په متحدو عربي اماراتو کې کېناسته.
د اسرائیل او اماراتو حکومتونو څه موده وړاندې د امریکا په منځګړیتوب د عادي دیپلوماتیو اړیکو ټینګولو اعلان وکړ.
د اګست پر ۱۳مه نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ناڅاپي اعلان کې کې د اسرائیل او متحدو عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو زېری ورکړ.
په دغه الوتکه کې یو شمېر اسرائیلي او امریکایي چارواکي سپاره وو او له درې ساعته سفر وروسته اماراتو ته ورسېدله.
په دوی کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم جېرډ کوشنر او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار هم شام وو.
د سعودي عربستان هوایي حریم عموماً د اسرائیلي الوتنو پر وړاندې تړلی وي، خو دا ځل یادې الوتنې ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.
په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل د رامنځته کېدو راهیسې متحد عربي امارات یوازې دریم عربي هېواد دی چې په رسمیت یې پېژني.
د روانې اګست میاشتې پیل کې دواړو هېوادونو خپلو کې تیلیفوني اړیکې ټینګې کړې، او د تېرې شنبې پر ورځ متحدو عربي اماراتو د ۱۹۷۲ کال هغه قانون لغوه کړ چې له مخې یې اسرائیل په رسمیت نه پېژندل کېده.
اماراتو ته د ایران خبرداری

د عکس سرچینه، EPA
خو د ایران ولسمشر حسن روحاني له اسرائیل سره د اماراتو اړیکي عادي کول یوه لویه تېروتنه او له مسلمانانو سره خیانت بللی او د ایران لوی درستیز ګوت څنډنه کړې چې له دې وروسته به یې له اماراتو سره چلن بدل وي.
ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، متحده عربي اماراتو په دې کار سره چل کړی او د ده په وینا د اسرائیل لپاره په منځني ختیځ کې د پښې ځای پیدا کول به سختې پایلې ولري.
بل لور ته د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقریي ویلي له دې هوکړې وروسته به د اماراتو په وړاندې د ایران د ملت او پوځ چلن بدل شي.
نوموړي ویلي دا اتړون لوی مصیبت او تاسف وړ دی.
له ایرن پرته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو په تړاو د متحدو عربي اماراتو پرېکړه غندلې وه.








