د اسرائیل لخوا سعودي عربستان ته د سولې پيغام او ایران ته ګواښ

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیل لومړي وزیر یایر لاپېډ منځني ختیځ ته د امریکا ولسمشر جو بایډن د سفر په درشل کې غوښتنه کړې چې د ایران اټومي دوسیه دې بېرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې او پر دغه هېواد بندیزونه "په ټول شدت" بېرته ولګول شي.
ښاغلي لاپېډ ویلي چې جو بایډن سره به یې د بحث او خبرو "لومړۍ او تر ټولو مهمه" موضوع ایران وي.
هغه همدا راز له اسرائیل وروسته سعودي عربستان ته د ښاغلي بایډن پلان شوي سفر ته په اشارې وویل چې "هغه به زموږ لخوا د سولې او هیلو پيغام یوسي."
ټاکلې د امریکا ولسمشر راتلونکې چارشنبه د منځني ختیځ سفر له اسرائیلو پیل کړي.
هغه وروسته سعودي عربستان ته هم ځي.
پخپله ښاغلي بایډن هم واشنګټن پوست ورځپاڼه کې په یوه خپاره کړي یادښت کې یادونه کړې، تر هغې چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته ګرځېدو او پر هغه درېدو ته چمتو شوی نه وي، د ده حکومت به پرې د اقتصادي او دېپلوماتیکو فشارونو ډېرېدو ته دوام ورکړي.
هغه ویلي واشنګټن چمتو دی چې دې هوکړې ته بېرته وګرځي.
لاپېډ: اسرائیل لاس تر زنې نه کښېني
د اسرائیل لومړي وزیر د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وروستي راپور ته په اشارې چې وايي د ایران د یورانیمو بډای کولو وړتیا ډېره شوې، ګواښ کړی چې هېواد به یې "د ایران اټومي پروګرام پر وړاندې جګړه کې د عمل د ازادۍ حق، که هغه دیپلوماتیک وي یا عملیاتي، ځان سره خوندي وساتي."

د عکس سرچینه، Chris Kleponis/POOL/EPA-EFE/REX/Shutterstock
هغه زیاته کړې چې "اسرائیل به لاس تر زنې کښېنني چې ایران پرې برید وکړي. زموږ امنیتي خدمات پوهېږي چې څرنګه هر چا ته هر ځای لاسرسی ومومي، او دا کار کوو هم."
د اسرائیل لومړی وزیر وايي د امریکا ولسمشر او پلاوي سره به د ټولو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکاریو په ډېرېدو خبرې اترې وکړي.
هغه ښاغلی بایډن د اسرائیلو نږدې ملګری وباله.
سعودي عربستان ته د "سولې او هیلې" پيغام
د اسرائیلو لومړي وزیر تر دغه هېواد وروسته سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر پلان شوي سفر ته په اشارې وویل هغه به "زموږ لخوا د سولې او هیلې پيغام یوسي."
ښاغلي لاپېډ ویلي اسرائیل د سیمې ټولې هېوادونو ته ملګرتیا لاس غځوي او هغوی سره اړیکې غواړې.
د اسرائیل حکومت په وار وار ویلي چې د ایران له اړخه پېښو ګواښونو سره مقابلې لپاره د امریکا پّ مشرۍ او ملاتړ د سیمې هېوادونو د یوه اېتلاف د جوړېدو هڅه کوي.
وال سټریټ ژورنال وځپاڼې څو ورځې وړاندې یوه راپور کې وویل چې امریکا په دې لړ کې د اسرائیل او عرب هېوادونو له پوځي مشرانو سره یوه ګډه ناسته کړې.










