نورډ سټریم: روسیې اروپا ته د ګازو رسول بیا پیل کړل

Nord Stream 1 pipeline

د عکس سرچینه، Alamy

داسې وېره وه چې مسکو به د اوکرایین د جګړې په اړه د بندیزونو په ځواب اروپا ته د خپل ګاز بهیر بیا پیل نه کړي.

د نورډ سټریم ۱ ګازو نللیکو د ترمیم له ۱۰ ورځني ځنډ‌ وروسته خپل کار پیل کړی، خو دا ځل به لږ ګاز لېږدوي.

د چارشنبې په ورځ، د اروپايي هېوادونو کمېسیون له هېوادونو غوښتي وو که روسیه پر اروپا د ګازو رسول ودروي، نو تر راتلونکو اوو میاشتو باید د ګازو کارول په سلو کې ۱۵ راټیټ شي.

روسیې تېر کال اروپا ته له خپل طبیعي ګاز ۴۰ سلنه ګاز ورکړی و.

په ۲۰۲۰ کال کې جرمني د اروپا تر ټولو ډېر ګاز واردوونکی هېواد و، خو د روسیې پر ګاز یې خپله تکیه له ۵۵ سلنې څخه ۳۵ فیصده ته راټیټه کړې ده.

په پام کې ده جرمني غواړي له روسیې د ګازو کارول ودروي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د ګازو د لېږد په تړاو وېره کمه کړي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، د روسي ګازو شرکت (ګازپروم) به ځپل ټول قراردادي مکلفیتونه پوره کړي.

دغې نللیکې د پنجشنبې په ورځ ګهیځ خپل فعالیت پیل کړ، خو یوه ویاند ویلي چې د خپل ظرفیت له مخې به یوازې ۴۰ سلنه ګاز ولېږدوي.

دا هماغه کچ دی چې په تېره جون میاشت کې و، هغه وخت "ګازپروم" د ګازو رسولو جریان کم کړ او د جرمني (المان) د "سیمنز" انرژۍ له خوا د تجهیزاتو په بېرته راستنولو کې د ځنډ لامل شو.

د تېر جون نیمايي کې "ګازپروم" د نورډ‌سټریم ۱ له لارې د خپل ګاز رسول ۴۰ سلنه راټیټ کړل او پړه یې د بندیزونو له کبله د هغو وسایلو بېرته ستنولو کې ځنډ بللی و، چې کاناډا کې کارول کېدل.

اوس، تر لسو ورځو ځنډ وروسته، یوازې د ۴۰ سلنې وړتیا لرلو سره، تر ژمي مخکې ښايي ځینې هېوادونه د خپلو نویو زېرمو ډکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي- حال دا چې ګاز ته اړتیا تر پخوا ډېره لوړه شوې ده.

اروپايي هېوادونه د ګازو پر دوو بدیلو لارو غور کوي، د بېلګې په توګه، له امریکا نه د اوبلن طبیعي ګاز رسول چې په بېړیو کې راوړل کېدای شي.

Model of natural gas pipeline and Nord Stream logo, July 18, 2022

د عکس سرچینه، Reuters

خو له نویو رسوونکو سره د نښلونې زېربناوې جوړول به لګښتي تمام شي او ډېر وخت به ونیسي او داسې شونتیا نه شته چې ګنې تر راتلونکي ژمي به د روسي ګاز بشپړ بدیل کارنده چاره شي.

پر ځای یې، ښايي له ګازو استفاده ګمه شي، د چارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا وان دیر لاین د راوپايي ټولنې غړو هېوادونو لپاره د رضاکارانه هدف اعلان وکړ چې موخه یې تر ۱۵ سلنې د ګازو کارول کم کړي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې، پر اوکرایین د روسیې د یرغل په ځواب کې، جرمني په ناببره توګه د نوي نورډ سټریم ۲ ګاز نللیکې بیا پرانیستلو پلانونه ودرول، چې په دې سره جرمني ته د روسي ګازو رسول دوه برابره کېدی شوای.

د نورډ سټریم ۲ پروژې ګوتنیوونکو له اوږدې مودې استدلال دا و چې دا کار به روسیې ته د اروپا د انرژۍ رسولو ډېر کنټرول ورکړي.