اوکرايين کړکېچ: جرمني له روسیې سره د ګاز نل لیکې پروژه وځنډوله

روسیې ځواکونه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له اوکرايين سره نژدې روسي ځواکونه

اوکرایین ته د روسي پوځیانو استولو په هکله د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له پرېکړې وروسته جرمني د روسیې یوې مهمې ګاز نل لیکې د تایید چارې په ټپه درولې دي.

پر دوشنبه روسي ولسمشر د اوکرایین دوه جلا شوې سیمې د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې او هلته یې روسي پوځیانو ته د ځای پر ځای کېدو امر وکړ.

لویدیځ هېوادونه دې چارې ته پر اوکرایین یوه پراخ یرغل چمتوالي په نظر ګوري.

په غبرګون کې جرمني د نورد سټریم ۲ په نامه ګاز نل لیکې له تایید لاس پر سر شو او ګڼ شمېر نورو لویدیځو هېوادونو پر روسیې بندیزونه ولګول.

مخکې د امریکا، بریتانیا، پولنډ او اوکرایین په ګډون د ځینې هېوادونو له مخالفت سره سره جرمني د نورد سټریم ۲ نل لیکې ملاتړ کاوه.

خو د اوکرایین ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمو ته د ولسمشر پوتین له لوري د پوځ استولو له پرېکړې وروسته جرمني چارواکو د خپل هېواد او روسیې تر منځ د ګازو نل لیکې ته تر بیا اعلان پورې د فعالیت جواز له ورکولو انکار وکړ.

د جرمني دا پرېکړه ځکه خورا پاموړ بلل کېږي چې روسیه د دغه هېواد په ختیځ کې له طبیعي زېرمو تر لاسه شوي ۴۰ سلنه ګاز اروپا ته ورکوي.

د اوکرایین بهرنیو چار وزیر دیمترو کولیبا په دې هکله وویل:

''په اوسنیو شرایطو کې دا پرېکړه له سیاسي، اخلاقي او عملي پلوه مناسبه ده. ''

نوموړی د جرمني دې پرېکړې هرکلی داسې وکړ:

''د رښتیني مشرتابه مانا په سخت وضعیت کې سختې پرېکړې کول دي او د جرمني پرېکړې کټ مټ دا ثابته کړه. ''

د امریکا 'درانه ' بندیزونه

جو بايډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بايډن د اوکرایین ختیځ ته د روسيي پوځیانو د استولو په اړه د مسکو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ښاغلي بايډن وويل، دا ځل بنديزونه د تېر پرتله خورا ټينګ او درانه دي او زياته يې کړه که چېرې روسيه د اوکرايين د نيولو لپاره نور ځان وخوځوي د لا سختو بنديزونو سره به مخ شي.

نوموړي وويل: "موږ د روسيې پر دوو لویو مالي ادارو بندیزونه پلي کوو، موږ د روسيي له لوري د خپلواکو پورونو پر اخستو بندیزلګو، دادې مانا لري چې موږ د روسيې حکومت د لوېدیځ له مالي معاملو لیرې کړ. دوی به نور له لوېديځه پیسې ټولې نه کړي او نه به هم زموږ په مارکیټونو او اروپايي بازارونو کې سوداګرۍ وکړي. نوموړي زياته کړه چې "د روسیې پر هغو اشرافو او کورنیو به هم بندیزونه ولګوو چې د کرمیلین په درغلو پرېکړو کې شریک دي".

وړاندې د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانس هم اعلان وکړ چې د روسيې د کړنو په پايله کې به پر پنځو بانکونو بنديزونه ولګوي.

ښاغلي جانسن وويل، چې د دې تر څنګ د د دريو شتمنو روسيې وکړو چې په هغو کې د انرژۍ او ترانسپورت برخه کې ميليادر ګينادي تيمچينکو هم شامل دی پر شتمنيو او دې هېواد ته په ورتګ به يې بنديزونه ولګول شي.

د امريکا ولسمشر بایډن همدا راز وویل، د بالټیک هېوادونو ته چې د ناټو غړي دي نور امریکايي ځواکونه لېږي هغه وايي اوس هم فکر کوي چې روسيه د اوکرایین پر وړاندې د لا نورو ګامونو د پورته کېدو لپاره کار کوي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي شواهد شته چې روسيي پوځیان د اوکراین ختیځ کې له هغه هېواده د جلا شویو سیمو پر لور روان دي.

سټولټنبرګ دا د لا پراخ روسي چپاو په توګه یاد کړه چې د روسيې پارلمان د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې روسيي ځواکونو ته له هېواده د باندې د لښکر کولو او فعالیت اجازه ورکوي.

ین

د عکس سرچینه، NATO

په بروکسل کې د خبرو پر مهال د ناټو مشر دا د روسانو له لوري راولاړ شوي کړکېچ ته د لا پراخېدو نوم ورکړ.

نوموړي وويل، "ټولې نښې نښانې د دې ګواهي ورکوي چې روسیه پر اوکرایین د پراخ برید پلان ته دوام ورکوي. موږ د پوځیانو د پرمختګ حالت وینو که څه هم هغوئ د شاتګ ژمنه کړې وه. دا هم وینو چې د هغوی پوځيان له پوځي مرکزونو ووځي او ورو ورو یرغلیزو بریدونو ته ځان تیاروي. موږ په دونباس کې د دوئ جنګي خوځښونه ګورو چې څه ډول په جعلي جنډو د بریدونو لپاره پلمې جوړوي، موږ تېره شپه ولیدل چې نور سرتېري هم دونباس ته ولاړل او د دونیڅک او لوهانسک په سیمو کې ځای پرځای شول".

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف له خبریالانو سره په تلیفوني اړیکه کې وویل، د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمو ته د روسي پوځیانو د استولو پرېکړه به په دې پورې اړه ولري چې هلته حالت کومې خواته ځي هغه د مسکو له لوري د ډیپلوماسۍ لپاره د لارې شتوالي خبره هم وکړه.

روسیې همدا راز ویلي ډېر ژر به له کيف خپل ډيپلوماټ ور وغواړي، د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي هم ویلي روسيې سره د اړیکو پر شته والي او یا پرېکون غور کوي.

د کړکېچ دې پړاو سم لاسي د انرژۍ پر بیو سخت اغېز کړی، د دې حالت له دوام سره د سیمې پر اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو د ژورو اغېزو اټکل کېږي.