اوکرایین کړکېچ او روسیې ته د عمران خان سفر؛ پاکستان ته یې ګټه څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شمایله جعفري
- دنده, بي بي سي
د پاکستان لومړی وزیر عمران د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د چارشنبې پر ورځ مسکو ته رسیدلی.
دا سفر دوه ورځنی دی او عمران خان سره یو جګپوړی پلاوی هم مل دی.
دا روسیې ته په ۲۳ کالو کې د پاکستاني مشرتابه لومړنی سفر بلل کېږي، چې د ولسمشر پوتین لخوا د اوکرایین ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک سیمو په رسمیت پېژندلو له کبله خورا مهم سفر بلل کېږي.
ویل کېږي چې ښاغلي خان ته د دې سفر بلنه له اوکرایین کړکېچ مخکې د دواړو مشرانو تر منځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ورکړل شوې وه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ''دې لیدنه کې به دواړه مشران د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د انرژۍ پروژو همکارۍ په تړاو هم خبرې وکړي. ''
پاکستاني چارواکي وايي، د دې تر څنګ به د افغانستان پر موضوع هم دې لیدنه کې خبرې وشي.
په ظاهره ویل کېږي چې د ښاغلي خان د دې لیدنې اجنډا په سر کې به اقتصادي او سوداګریزې چارې ځای ولري، خو ماهرین وايي، سیاسي پیغام هم پکې نغښتی دی.
د سړې جګړې پر مهال پاکستان د لویدیځ نژدې اتحادي و او له همدې کبله دې سفر ته د تاریخي تګلارې بدلون په نظر هم کتل کېږي.
داسې باورونه هم شته، چې پاکستان غواړي پر یوه هېواد د تکیې پر ځای له ګڼو هېوادونو سره د اړیکو پالیسي خپله کړي.
بل لور عمران خان روسیې ته دا سفر داسې مهال کوي چې د اوکرایین موضوع پر سر د لویدیځوالو او روسیې تر منځ تاوتریخوالی په ډېرېدو دی.
ماهرین وايي، دې سره داسې پیغام هم خپرېدای شي، چې ښايي پاکستان هڅه کوي د لوېدیځ ضد ائیتلاف په کتار کې درېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، دوی له اوکرایین سره هم ښه اړیکي لري او پرې دې اړیکو د ښاغلي خان د سفر اغېز هم له پامه نه شي غورځول کېدای.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ستراتيژیکو اړیکو انسټیټیوټ تیمور خان وايي، دی فکر کوي چې پاکستان به له دې سفر مخکې له متحدینو سره سلا مشورې کړې وي.
نوموړی وايي: ''بیا هم دا سفر په خورا حساس وخت کې ځکه تر سره کېږي، چې د روسیې ټول پام او وسایل پر اوکرایین موضوع ورټول دي. دا وخت د دې سفر لپاره ډېر ښه نه دی، او له همدې کبله پاکستان د رسنیو هغومره پام نه شي ترلاسه کولای، چې تمه یې کوي. ''
نوموړی زیاتوي:
''له دې سفره داسې ښکاري چې پاکستان هڅه کوي په خپله بهرنۍ پالیسي کې د ماضي برعکس چې پر یوه هېواد یې تکیه کوله، تنوع رامنځته کړي، خو د دې سفر وخت داسې دی چې ناسم پیغام هم لېږدولای شي. ''
که یوه لور ته پاکستان هڅه کوي، له روسیې سره اقتصادي اړیکي ټینګ کړي، مسکو له اسلام اباد سره د امنیتي اړیکو برخه کې لېوالتیا لري.
اقتصادي موخې
تیمور خان د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو لړ کې ''د پاکستان سټریم ګازو نل لیکې '' پروژه مهمه بولي.
د پاکستان له کراچۍ د پنجاب تر قصور پورې د ګازو دا نل لیکه به هر کال د ۱۲ اعشاریه څلور کیوبک فوټه ګازو لېږدولو وړتیا ولري، چې هوکړه یې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړی ځل ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوه.
د هوکړې له مخې به روسیه د دې نل لیکې رغاونې او ۲۵ کلونو پورې د فعالیت چارې سمبالوي او وروسته به پاکستان ته سپارل کېږي.
د لومړي وزیر عمران خان حکومت دې لړ کې له روسیې سره له سره مذاکرات وکړل او د رغاونې بهیر یې داسې ترتیب شوی، چې پر روسیې د امریکا بندیزونه یې اغېزمنه نه کړي.
پر دې پروژه نژدې دوه اعشاریه درې میلیارده ډالره لګښت کېږي، چې د ملکیت برخه کې یې د پاکستان ونډه ۷۴ سلنه په پام کې نیول شوې ده.
ځايي سرچینې وايي، د روسیې یوه پلاوي دا وروستیو کې د مالیې کمولو لړ کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
سیاسي او ستراتيژیک اړخ
پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی او ماهرین وايي، پاکستان سټریم ګاز نل لیکې پروژه ورسره دې لړ کې مرسته کولای شي. د ماهرینو په خبره روسیه ښايي له دې پروژې سملاسي کومه ګټه ترلاسه نه کړي، خو په دې پروژه کې د روسیې ګډون له اقتصادي زیات ستراتیژیک ښکاري.
د امنیتي چارو ماهر تیمور خان وايي، ۲۰۱۴ کال کې چې روسیې پر پاکستان اقتصادي بندیزونه لېرې کړل، دواړه هېوادونه یوه بل ته نژدې شول او روسیې پر پاکستان د څلور ایم ای ۳۵ ډوله چورلکو پلور هوکړه وکړه.
له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ دفاعي برخه کې راکړه ورکړه ډېره شوه.
د تیمور خان په اند: ''د افغانستان راتلونکي په هکله پاکستان او روسیه ورته فکر کوي، دوی غوښتل بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو دې سره دواړه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتوالي ته اندېښمن دی. ''









